اسلام آباد 12 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خا??ان عباسی وئيلي حکومت د وړومبۍ ورځ څخه په سماجی او اقتصادی توګه د اولس ژوند بدلولو له لوظي دې ، د مسلم لیګ (ن) حکومت ټول هېواد كښې د بنیادی ډھانچې پرمختګ له ځانګړې پرژوې پيل كړي۔ ده دا خبرې د ګوجرانواله ډویژن سره تعلق لرونكو د مسلم لیګ(ن) د قا??ی اسمبلۍ غړو سره خبرو كښې وكړې كومو چې د نهې په ورځ ده سره په وزیراعظ?? هاؤس كښې ليدلې ؤ۔ د ملاقات په مهال په پرمختيائي پروژو او د قا??ی اسمبلۍ غړو سره د اړوند حلقو په اړه په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزیراعظم ووئيل اولس ته د پرمختيائي پروژو د ميوو ترلاسه كيدل پيل شوي۔ وزیراعظم په پارلماني غړو زور راوړو چې اولس سره شوي لوظونو ترسره كولو كښې كومه بې غوري ونه كړې شي او د خېر ښ??ګړ?? پرژوې په وخت بشپړولو له ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل بايد پارلماني غړي د اولس سره نزدې رابطې ولري او د هغوي مسئلې حل کړي۔ وزیراعظم سره ملاقات کونكو كښې د دفاع وزير انجینئر خرم دستګیر، د قا??ی صحت وزيره سائرہ افضل تارړ، د قا??ون او انصاف دوهم وزير ع??مان ابراهیم، د پورټس اینډ شپنګ دوهم وزير چوهدری جعفر اقبال، د قا??ی اسمبلۍ غړي چوهدری محمود بشیر ورك، میا طارق محمود، رانا عمر نذیر خا??، اظهر قیوم نهړه ، جسټس (ر) افتخار احمد چیمه، میاں شاهد حسېن خا?? بھټی، چوهدری عابد رضا، ممتاز احمد تارړ، ناصر اقبال بوسال، چوهدری ارمغان سبحانی، رانا شمیم احمد خا??، سید افتخار الحسن، زاهد حامد، میاں محمد رشید، شازیه سهیل میر، مسز رومینه خورشید عالم او مسز فلس عظیم شامل ؤ۔ په دې مهال د پارلماني چارو وزیر شیخ آفتاب احمد هم موجود ؤ۔