منامه 10 دسمبر (اے پي پي) ??ه بحرېن كښې د پاكستان سفير جاوېد ملك وئ??لي دي چې پاكستان به په منطقه كښې سولې او ثبات لپاره هر ډول ممكنه مرسته روانه ساتي٬ د كشمير مسئلې د حل كولو نه بغېر په سوئ??لي اسيا كښې پوخ امن ممكن نه دے۔ ده دا خبرې ??ه بحرېن كښې د منامه ډائيلاګ په موقع خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ د منامه په ډائيلاګ كښې د 20 هېوادونو اعلٰي عكسري او سياسي مشران ګډون كوي۔ پاكستاني سفير د ترهګرې په ضد د پاكستاني اقداماتو ذكر كولو سره ووئيل چې د پاكستاني پوځ د ضرب عضب په عملياتو كښې د ترهګر?? ملا ماته شوې۔ د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پاك پوځ بهادرو افسرانو او ځوانانو قربانې وركړې دي۔ ده ووئيل چې د ترهګرې په ضد جنګ كاميابې لپاره به مونږ ته د ترهګرو نظرياتو او بي??ني?? ته ماتې وركول وي۔ پاكستاني سفير ووئيل چې پاكستان هند٬ افغانستان او ټولو ګاونډيانو سره په مثبتو اړيكو باور لري۔