د سندھ ګورنر محمد زبېر د څلور ورځني نړيوال ميډيا كانفرنس پرانسته وكړه
كانفرنس ك??ې د امريكا ٬ چين ٬ كانادا ٬ برطانيه ٬ آسټرېليا ٬ م??ائيشيا ٬ افغانستان ٬ انډونېشيا او نورو هېوادونو استازو ګډون
کراچی ۔ 6 جنوری (اے پ?? پی) دسندھ ګورنر محمد زبېر د پاکستان میډیا ډېویلپمنټ فاؤنډیشن لخوا كېدونكي نړيوال ميډيا كنفرنس پرانسته وكړه۔ كانفرنس ك??ې د امريكا ٬ چين ٬ كانادا ٬ برطانيه ٬ آسټرېليا ٬ م??ائيشيا ٬ افغانستان ٬ انډونېشيا او نورو هېوادونو استازو ګډون وكړو۔ په دې مهال د پاكستاني ميډيا ډوېلپمنټ فاؤنډېشن چیئر پرسن درد??نه شهاب ، صدر ظهیر خان ، عمومي سېكتر امین یوسف ، سینئر نائب صدر مقتدیٰ منصور او د پي اېم ډي اېف نورو عهدېدارو په شمول د بېلو هېوادونو څخه راغلي خبريال موجود وو۔ ګورنر هاؤس څخه د خالي په ورځ جاري شوي اعلاميه ترمخه د پرانستې دستورې ته خطاب ك??ې د سندھ ګورنر ووئيل بهر هېوادونو څخه كنفرنس ك??ې د خلكو لوئې شمېر كښې ګډون په پاكستان او په خاص توګه كراچۍ ك??ې د امن په بحالۍ د باور څرګندونه ده۔ په دې لړ كښې نړۍ ته به د پاكستان حقيقي تاثر رامخې ته كولو له ميډيا كنفرنس ډېر مهم ثابت شي۔ د غېرملکی ميډيا نمائندګان به د پاكستان او په خاص توګه د كراچۍ د امن او دې ښار ك??ې د روانو معاشي ٬ سماجي او نورو هلو ځلو جاج اخلي۔ ده ووئيل د نن پاكستان د كال 2013ﺀ پاكستان څخه بېخي بدل دے او امن او سوكالۍ پلو مخ په وړاندې روان دے۔ په هره څانګه كښې مثبتې نتيجې رامخې ته كېږي۔ اولس ته د روزګار موقعې وركولې شي۔ دستورې ته خپل خطاب كښې امريكائي خبريال جم بوئيلا ووئيل ماته پاكستان ته په راتلو خوشحالي شوې ولې چې د كراچۍ په اړه په لوئيديزه نړۍ كښې كوم تاثر موجود دے حقيقت د هغې په ضد دے۔ ده ووئيل پاكستان ډېر مېلمه دوست او امن خوښې هېواد دے او د يو قام په حېث په نړۍ كښې امن په ځائې كولو له د پاكستان كردار ډېر مهم دے۔ په دې مهال د فاؤنډېشن چیئرپرسن درد??نه شهاب ، عمومي سېكتر امین یوسف او صدر ظهیر خان د کانفرنس كولو كښې په بشپړه مرسته كولو د سندھ ګورنر مننه وكړه۔