پاكستان د سوريې په دوما ښار كښې د كمياوي وسلو د بريدونو پ?? تناظر كښې ټولو ډلو ته د ملګرو ملتونو د منشور په ضد د اقدام كولو نه په ډډه كولو ټينګار كړے۔ د راډيو پاكستان له مخې د خارجه دفتر وياند په خ??ل يو بيان كښې وئيلي دي چې پاكستان په نړې كښې د هر يو هېواد لخوا د كمياوي وسلې د كارولو غندنه كوي۔ وياند ووئيل چ?? د كمياوي وسلې د استعمال حقائق د تحقيقاتي ادارې د لارې رامخې ته كول ضروري دي۔ وياند ووئيل چ?? پاكستان د سوريې اولس سره همدردي لري كوم چې په خپل هېواد كښې اوسني كړكېچ سره مخ دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې ټولې ډلې به د سوريې د اولس ستونزې ختمولو لپاره په سمدست?? توګه د دې مسئلې حل ولټوي۔