اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې٬ رېونيو او اقتصادي چارو ډويژن سلاكار ډاكټر مفتاح اسمعاعيل د نړيوال بانك مېنجنګ ډائرېكټر/ چيف اېګزېكټو آفيسر مس كرسټالينا جيورجيوا سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د وزيراعظم سلاكار په پاكستان كښې د نړيوال بانك پورټ فوليو سره سره د سباؤن په پروژو هم رڼا واچ??له?? ده هغه د تېرو پنځو كلونو په مهال د پاكستان د مجموعي اقتصادي كاركردګې څخه هم خبره كړه او وې وئيل چې د ??وا?? مالي كال په مهال هم پاكستان د مجموعي قومي پېداوار د شرح نمو هدف په ترلاسه كولو كښې بريالې شوے او دا پرمختګ به راتلونكې كال هم ??وا?? وي۔ د نړيوال بانك مشرې د پاكستان حكومت لخوا په اصلاحاتي اېجنډا د عمل كولو اقدامات وستائيل او د پرمختيائي اېجنډې مخ په وړاندې بوتللو لپاره ئې د نړيوال بانك لخوا مرستې باور وركړو۔ د وزيراعظم سلاكار د پاكستان او هند ترمېنځه د اوبو څخه د برېښنا د پروژو جوړولو په اړه ?? شخړو په پلو هم د نړيوال بانك د مشرې پام راوګرځولو ا?? غوښتنه ئې وكړه چې نړيوال بانك دې د سندھ طاس لوظنامې له مخې خپل كردار ترسره كړي۔ د وزيراعظم سلاكار نورو مشرانو سره هم ملاقاتونه وكړل۔