لاهور 11 نومبر(اے پي پي) د هند هائي كمشنر اجے بساريا وئيلي دي چې د پاكستان او هند ترمېن??ه تجارتي حجم 37 اربه ډالرو ته رسول كېدے شي٬ د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته نزدې كېدل غواړي٬ په حكومتي او اولسي كچه د دواړو هېوادونو ترمېنځه مربوط رو??بط باوري كولو لپاره د دواړو هېوادونو هائي كميسونونه بشپړ كردار ترسره كوي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په لاهور كښې ځائي مېډيا سره د خبرو په مهال وكړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده و??ئيل چې په پاكستان كښې نوي حكومت سره د تجارت او كلتور پشمول په نورو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې ودې لپاره اقدامات كولې شي او هيله ده چې زر به ئې نتيجې راوځي۔ ده و??ئيل چې كه د پاكستان او هند ترمېنځه د تجارت د لارې خنډونه ختم كړے شي نو د دواړو هېوادونو تجارتي حجم 37 اربه ډالرو ته رسېدې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده و??ئيل چې هغه په دريم ځل لاهور ته راغلې دے او د لاهور د خلقو د مېلمستيا ن?? ډېر متاثره شوے دے۔ ده و??ئيل چې هغه لاهور ته خپلې كورودانې سره خريدارې لپاره راغلې دے۔