اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې حكومت د پاكستا?? سټيل ملز٬ پي آئي اے او د پاكستان رېلوے پشان د ستراتيژيكي اهميت لرونكو سركاري ادارو د نجكارې كوم پلان نه لري خو د غېر ستراتيژيكي اهميت ادارو نجكاري به كولې شي۔ د خالي په ورځ په يوه مركه كښې ده ووئيل چې پاكستا?? سټېل ملز په هغو پروژو كښې شامل دي كوم چې په هېواد كښې د خام اوسپنې او كوئلې په پراخا موجودګې كښې ډېر ستراتېژيكي اهميت لري۔ ده ووئيل چې حكومت د پاكستا?? سټېل ملز انتظاميې ته ملز پوره ??لا??يت سره د چلولو ??ه غرض جامع پلان وړاندې كولو ??پاره د 45 ورځو وخت وركړے۔ د تېر وخت دوه حكومتونو د پروژې فزېبلټي سټډي كړې وه٬ يوه سټډي د روسيې او بله د چين څخه شوې او دواړو پروژه د عمل وړ او ګټوره ګرځولې وه۔ د پي آئي اے په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې اسد عمر ووئيل چې په دې وروستيو كښې حكومت د ائرلائن بزنس چلولو ??پاره د 23 اربه روپو بېل آؤټ پېكج منظوري وركړې وه خو دا مستقل حل نه دے۔