كراچې 23 نومبر (اے پي پي) ?? كراچې په كلفټن سيمه كښې د چين قونصلګرۍ ته سهار نهه نيمې بجې درې ترهګرو د ننوتلو هڅه وكړه او امنيتي ځواكونو چې كله هغوي اودرول نو بريد كوونكو ډزې وكړې او په نتيجه كښې ئې 2 پوليس اهلكار شهيدان او يو امنيتي اهلكار ??وبل شو۔ په ځوابي ډزو كښې درې واړه بريد كوونكي وژلې شوي ۔ د بريد كوونكو د قبضې څخه ځانمرګي واسكټونه او وسله ترلاسه كړې شوې۔ د پوليس له ??خې د قونصلګرۍ د چين ټوله عمله محفوظ ده او په صورتحال قابو موندلې شوې۔ ?? كراچې پوليس مشر ډاكټر امير شېخ له ??خې سهار نهه نيمې بجې درې ترهګرو د چين قونصلګرۍ ته د ننوتلو هڅه وكړه٬ خو چې كله ساتونكو هڅه ايسار كړه نو دوي ډزې وكړې۔ د دې په ځواب كښې د قونصلېټ ساتونكو اهلكارو ځوابي ډزې وكړې۔ په دې مهال د چاودنې غږ هم اورېدل شوې۔ د پوليس مشر له ??خې په امنيتي ځواكونو په وخت كارروائي كولو سره بريد كوونكي وژلې او د هغوي د قبضې څخه ئې ځانمرګي واسكټونه٬ وسله او چاودېدونكي توكي ترلاسه كړي۔ ?? كراچې پوليس مشر له ??خې بريد كوونكي په ګاډي كښې راغلي وو٬ كومو چې ګاډې لږ لرې اودرولو او بيا ئې قونصلګرۍ ته د ننوتلو هڅه وكړه خو قونصل كمپاؤنډ ته داخل نه شول۔ د پوليس مشر له ??خې د بم ډسپوزل سكواډ لخوا په سيمه كښې د لټون عمليات پېل كړې شوي ۔ بم ډسپوزل سكواډ د ترهګرو څخه ترلاسه شوي چاودېدونكي توكي شنډ كړي دي۔ چارواكو په پېښه كښې د دوه پوليس اهلكارو د شهادت تصديق كړے دے