اسلام آباد ۔ 28 نومبر (اے پی پی) د مواصلات دوهم وزير مراد سعيد وئيلي دي کرتار پور پوله پرانستلو سره نړۍ كښې د پاكستان مثبت تاثر رامخې ته شوې۔ پاكستان د خپل اړخه غوره اسانيو وركولو له ګامونه پورته كوي۔ د خپلې برخې كار كول د هند ذمه واري ده۔ د 100 کلومیټره يوې سترې لارې پائلټ ماډل پراجېكټ زر تر زر?? پېل كوو۔ موټر وے پولیس د هېواد تر ټولو غوره پوليس فورس درناوې لرې۔ موټروے پولیس به د موبائل فون اېپلیکېشن “هم سفر” د لارې د موسم ٬ د لارو حالاتو او د ترافيكي پېښو په صورت فوري طبي مرستې او د مرستې هلو ځلو پشمول نورې اسانۍ وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ په موټروے پوليس لائن كښې د موټروے پوليس موبائل فون اېپليكېشن “هم سفر” پرانستې دستورې ته خطاب او اے پي پي سره خصوصي خبرو كښې وكړه۔ مراد سعید ووئيل ?? موټروے اېپ لان?? كولو سره د مواصلات وزارت 100 ورځنۍ ايجنډا تر پايې رسېدلې ۔ پولیس امېج به غوره جوړوو۔ ده ووئېل كوم ناڅاپي صورتحال كښې وګړو ته مرستې او د طبي مرستې رسنې لپاره به د موټروے پوليس ګاډې په لسو دقيقو كښې د پېښې ځائې باندې موجود وي۔ ده ووئيل ?? ادارو مضبوطولو لپاره وزيراعظم عمران خان وئيلي وو په ادارو سياسي اثر به ختمولې شي۔ ما په خپل وزارت كښې په دې وژن عمل درآمد كړې ۔ مراد سعيد ووئيل هېواد كښې به د سترو لارو نېټ ورك زياتولې شي۔ ده ووئيل ?? 100 کلومیټره يوې سترې لارې پائلټ ماډل پراجېكټ زر تر زر?? پېل كوو۔ اے پي پي سره خپلو خاص خبرو كښې ده ووئيل ??ا مهال نړۍ كښې د پاكستان مثبت تاثر رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔ د وزیراعظم عمران خان په شكل كښې يو داسې لارښود اولس ته ترلاسه شوې كوم چې سپر پاور ته هم خپل موقف په ښكاره ډول وړاندې كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دوهم وزير ووئيل کرتارپور بارډر پرانستلو سره نړۍ ته د پاكستان لخوا مثبت پېغام وركړی شوې۔ د پاكستان دا عمل نه يوازې اولس بلكې نړيوالې ورورولۍ هم ستائلې۔ ده ووئيل مونږ به سكھانو ياتريانو او نورو مېلمنو ته غوره اسانۍ وركول باوري كوو۔ ده ووئيل ??ا د جنګ جھګړې وخت نه دے پاكستان د هند په شمول ټولو ګاونډيانو سره د ورورولۍ غوره اړي??ې غواړي او په دې لړ كښې هرې ممكنه مرستې له چمتو يؤ