اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) حكومت د سي پېك له مخې د پاكستان زرعي څانګې ته نوې ټېكنالوجي وركولو لپاره ??ه ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي۔ د سي پېك سېكرټرېټ ذريعو اے پي پي ته ووئيل چ?? حكومت د كركيلې څانګه په نړيواله كچه مقابلې كولو لپاره د تيارولو په لړ كښې هڅې كوي او دې څانګې ته جديد ټېكنالوجي وركولې شي۔ دې اقداماتو سره به پېداوار زيات شي او د كروندګرو امدن به هم زيات شي۔ د كوم هم هېواد په پرمختګ كښې د كركيلې څانګه د ملا د تي?? حيثيت لري۔ د ذريعو له مخې په راتلونكي وخت كښې به د پاكستان او چين زرعي مرسته ??ه ځانګړې توګه زياته شي۔ د دې څانګې پرمختګ سره به نه يوازې په پاكستان كښې د روزګار نوې موقعې پېدا شي بلكې دا څانګه به د برآمداتو زياتولو يوه مهمه ذريعه هم وګرځي۔