دوحه 30دسمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي چې پاکستان به د ښه تګلارې سره د معاشی بحران څخه وېستلې شي، د قطر قیادت سره ګټه ور ملاقاتونه شوې، قام او بهر هېواد كښې مې??ته پاکستانیان به ډير زر ښه ښھ زيرې واوري، پاکستان خپل اړخ ټاكلې دې۔ د دې خیالاتو څركندونه ده دوحه كښې د پاکستان په سفارت خانه كښې د پاکستان کمیونټی ته په خ??ل خطاب او د ایمبیسۍ افسرانو او عملې سره ملاقات كښې په خ??لو خبرو كښې وكړه۔ خارجه وزير په قطر كښې مې??ته د پاکستان کمیونټی د خپلې دورې په اړه باور كښې واخسته ۔ ده ووئيل پاکستان به د ښه تګلارې سره د معاشی بحران څخه وېستلې شي۔ ده ووئيل مونږ په باقاعده توګه معاشی سفارتکاری پيل كړې ده او د قطر دوره هم پھ دې لړ شامل ده، د قطر قیادت سره ګټه ور ملاقاتونه شوې۔ ده د پاکستان کمیونټۍ غړو ته مخاطب کيدو سره ووئيل ډير زر به ښه ښه زيرې واورئ، پاکستان خپل اړخ ټاكلې دې۔مخدوم شاہ محمود قریشی ووئيل پاکستان د خلیج د ټولو هېوادونو سره ښه اړيكې ل??ي او قطر سره نزدې رابظي لرو۔ ده ووئيل د پاکستان کمیونټی ګڼ شمير كښې په خ??یجی هېوادونو كښې مې??ته ده، مونږ د ټولو سره د مينې او روادارۍ تعلق لرو،مونږ به په سيمه كښې استحکام له خ??ل کردار ترسره كوو۔ خارجه وزير ووئيل سفارتکارو له به موقع وركولې شي چې ښه نتيجې راوړاندې كړي او د پاکستان د کمیونټی سره ښه رويه ولري۔ ده ووئيل حکومت سرمایه کاری راغب کولو اقدامات کوي، حکومت هېواد كښې سرمایه کاری زياتولو له كار كوي۔ ده د سمندر پورې غاړه پاکستانیانو خذم??ت ستائلو سره ووئيل بهر هېوادونو كښې مې??ته د پاکستان کمیونټی زمونږ سرمایه ده، ده د پاکستان کمیونټی ته مخاطب کيدو سره ووئيل تاسو ټول د پاکستان سفیران ئې۔مخدوم شاہ محمود قریشی په اوسنيو كښې په خارجه وزارت كښې د سفيرانو شوې کنفرنس تفصیلاتو څخه هم د پاکستان کمیونټی خبر كړه۔ دې نه پس ده د پاکستان د کمیونټی د اړخه د پورته كړې شويو پوښتنو ځواب هم وركړو او د سفارتخانې په “وزیټرز بك” كښې ئې تاثرات وليكل۔