اسلام آباد 20 فروری (اے پی پی) د پاکستان پیپلز ګوند شریك چیئرمېن آصف علی زرداری وئيلي دي كه هند د پاکستان په ضد څه جارحیت وكړو نو په زړه پورې ځواب به وركولې شي، پوځ ، اولس او سیاسی قوتونه يو موټې دي، د سعودی شهزاده د راتګ هركلې ??وو?? د سندھ اسمبلۍ سپیکر كه نيول وؤ نو هغه به ئې د سندھ څخه نيولې ؤ، نه زه د زندانونو څخه نه يرېږم او ??ه بلاول ، هغه زما او د بينظیر بھټو زوے دے، د سعودی شهزاده پھ راتګ مخالف ګوندونو له بلنه نه دې وركړې شوې چې ورسره جمهوریت کمزورې شوې، فضل الرحمن كه په مارچ كښې لاريون كوي نو پیپلز ګوند به ئې ملګرتيا كوي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د شورو په روځ بلاول هاؤس كښې پخواني وزیراعظم راجه پرویز اشرف، د سېنېټ پخواني چیئرمېن نیئر حسېن بخاری، شیری رحمن، ډاکټر نفیسه شاہ، قمر زمان کائرہ او عامر فدا پراچه او ??ورو سره خبرې کنفرنس ته خطاب کښې وكړه۔ آصف زرداری وو??يل د کشمیر صورتحال د وخت تېرېدو سره مشكل كېږي، داسې حالات زما په دور كښې هم وؤ خو مونږ د پاتې نړۍ سره پھ ګډه بیك ډور ډپلومیسی سره د تاؤ ترېښوالې معامله حل کړه۔ده وو??يل هند دې واوري اوس د وخت تقاضې نورې دي، كه د پاکستان په ضد د څه ډول جارحیت ارتکا?? وكړې شو نو پھ زړه پورې ځواب به وركولې شي، ده ووئېل ټول قام، سیاسی قوتونه د خپل پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دي۔ ده وو??يل قام له باور وركوم چې كه د هند سره داسې څه معامله راغله نو مونږ به د حکومت ملګرتيا ??وو??دا مهال ټوله نړۍ كښې پاکستان د يو سازش ترمخه يوازې كولې شي، بايد حکومت هڅه وكړي چې داسې اقدامات وكړي چې ورسره انټرنېشنل ډپلومیسی او ??هذب هېوادونه ملګرتيا وكړي۔ ده وو??يل سعودی عرب سره د ورورولۍ اړيكې لرو، د سعودی شهزادہ پاکستان ته راغلې په دې خوشحاله شوې يو ، مونږ د هغه هركلې كړې۔ ده وو??يل د سندھ اسمبلۍ سپیکر نيولې شوې،كه د هغه پھ ضد کیسونه وؤ نو هغه به ئې د سندھ څخه نيولې ؤ، هغه ئې د اسلام آباد څخه ولې نيولې۔ ده وو??يل د عدالت پريكړې وړاندې هم زما پھ ضد راغلې ، اوس به هم راځي مونږ به هغه قبلوو، ده ووئېل مونږ ادارې قوي كول غواړو، د عدالت پريكړې منو، مونږ د قاضيانو تنخاګانې زياتې كړې ، د دې دا مقصد نه ؤ چې هغوي له مراعات وركړو بلکه مونږ غواړو چې ښه وكيلانو له ترغیب وركړې شي چې خپلې چارې په ښھ ډول ترسره كړې۔ ده وو??يل نيب چې څومره هم کیسونه جوړ كړي مونږ به پكښې وړاندې كېږو، كه زندان ته تلل وي نو دا ما لپاره نوې خبره نه ده ، اصف زرداري ووئېل بلاول هم زما او د بينظیر بهټو زوے دے او ??غه به په مړانه د مشکلاتو مقابله كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده وو??يل مولانا فضل الرحمن زمونږ ملګرې دې كه هغه كوم تحریك چلوي نو مونږ ئې ملګرتيا كوو