اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې حکومت د اثاثو ډېکلیئرېشن لپاره ا??من??ټي سيكم معرفي كوي٬ چې مقصد ئې اثاثې نه څرګندونكو له يوه موقع وركول دي٬ د اېف بي آر د كار استعداد ښه شوې دې او د مجوزه سيكم څخه د استفاده نه كوٶنكو په ضد به كاروائي كولې شي۔ د ګل په ورځ په بي آئي اېس پي هې??كوارټرز كښې د مېنځنۍ مودې د اقتصادي فرېم ورك پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې د خزانې وزير ووئيل چې اثاثې څرګندولو لپاره حكومتي د رعايتي سيكم خدوحال ته حتمي شكل وركوي٬ راتلونكې اوونۍ كښې به ئې ټول تفصيلات وركړې شي٬ مونږ ته بهر هېوادونو څخه د پاكستانيانو د اكاٶنټس او اثاثو پحقله معلومات ترلا??ه كېږي ٬ د بې نومه لين دېن په اړه هم قوانينو جوړٶ۔ د خزانې وزير ووئيل د ډيجيټل فنانس له مخې د ادارو د كار استعداد ښه كېږي٬ د اېف بي آر د كار استعداد هم ښه شوې دې٬ هغوي ته معلومات هم ترلا??ه كېږي ۔ د خزانې وزير ووئيل كوم كسان چې خپلې اثاثې نه څرګندوي ٬ زه ھغوي خبرول غواړم چې كله د سكيم اعلان و??ي نو ھغوي دې خپلې اثاثې څرګندې كړي كه اثاثې څرګندې نه كړې شوې نو اېف بي آر او معاون ادارو سره ډېټا موجود ده ھغه ډېټا پكار راوستلو سره به د هغوي په ضد كاروائي كولې شي