واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د خوراك او ?? روغتيا څانګې څخه د سرمايه كارو ډلې د پاكستان په سفارت كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كوونكو سرمايه كارو كښې د ټېكساس څخه اسلم خان٬ ډاكټر باسط جاوېد٬ ډاكټر عابد شېخ او ډاكټر مبشر چوهدري شامل وو۔ د ملاقات په مهال خارجه وزير شاه محمود قريشي٬ د بحري چارو وزير علي حېدر زېدي٬ د وزيراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد٬ د خزانې سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ او ?? وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو او ?? انساني پرمختګ د وسيلو خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري هم موجود وو۔ سرمايه كارو د خوراك او ??وغتيا په څانګه كښې بهترې لپاره په سرمايه كارې كولو كښې خوښي څرګنده كړه۔ دوي په پاكستان كښې د طبي اسانيو بهتر كولو او په خاص توګه په كليوالو سيمو او ??پېشلائزډ څانګو كښې د سهولياتو دائره كار په بهتر كولو خبرې وكړې۔ دوي په دې هم خبرې وكړې چې څنكه پاكستاني نژاد فزيشن پاكستان ته تللو سره د كميونټې مرسته كولې شي۔ وزيراعظم عمران خان د روغتيا په څانګه د تجويز شويو اقداماتو هركلې وكړو او ?? غېر ملكي سرمايه كارې د ودې پ?? غرض سازګار ماحول پېدا كولو لپاره ئې د حكومت هڅې پ?? ډاګه كړې۔ وزيراعظم د پاكستاني نژاد ډاكټرانو د ك??دار او ?? پاكستان سماجي او ??قتصادي پرمختګ لپاره د دوي عزم وستائيلو۔ وزيراعظم دوي ته په دې لړ كښې د بشپړه اسانيې وركولو باور وركړو۔