اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) پاكستان د هند د كورنيو چارو وزارت لخوا جاري كړې شوې سياسي نقشې غېر قانوني٬ غېر آئيني او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل څرګنده خلاف ورزي ګرځول?? سره دا رد كړې دي۔ د هند د كورنيو چارو وزارت لخوا په جاري كړې شويو نقشو كښې د جمو او كشمير پشمول ګلګت بلتستان او آزاد كشمير د هند برخه ښودلو هڅه شوې۔ د خارجه دفتر وياند د اتوار په ورځ په خپل يو بيا?? كښې ووئيل چې د هند لخوا جاري كړې شوې سياسي نقشې غېر قانوني٬ غېر آئيني او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل څرګنده خلاف ورزي ده۔ وياند په خپل بيا?? كښې واضحه كړه چې هند داسې اقدامات?? سره كشميريان د خپلواكې د حق نه نه شي محروم كولې۔ وياند ووئيل چې هند د ملګرو ملتونو ??خوا تسليم شوې د كشمير متنازعه سيمې حيثيت نه شي بدلولې۔ پاكستان به د كشميريانو د خپلواكې حق لپاره د دوي د جائزو هڅو ملاتړ روان ساتي۔