اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د حكومت د معاشي ډلې غونډه د شورو په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو حماد اظهر، سيد علي حېدر زېدي، اسد عمر، عمرايوب خان، سلاحكارانو عبدالرزاق داؤد، عبدالحفيظ شېخ، ډاکټر عشرت حسېن، ډاکټر فردوس عاشق اعوان، ډاکټر ثانيه نشتر، نديم بابر، د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن سيد زبېر ګېلاني، د مركزي بانك ګورنر رضا باقر، د خزانې پخوانې وزير شوکت ترين، د اړوندو وزارتونو سېكترانو او لوړ پورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو لخوا په رالېږلې شوو ترسيلات زر كښې په زياتوالي او هغوي ته په اسانيو وركولو ٬ د سټيل ملز بحالۍ، د پاکستان جوړو كړو سندونو (سرټيفيکيټس) تشهير، د روانو پرمختيائي منصوبو د پېشرفت٬ په زيان چلېدونكو (سك يونټس) سركاري ادارو بحالۍ لپ??ره د اقداماتو غوندې په مهمو چارو غور اوشو۔ وزيرِاعظم ته ووئيل شول ترسيلات زر كښې په تېرو دريو كالو كښې شرح نمو صفر وه٬ خو درې كاله پس ترسيلات زر 09 فيصده زيات شوي كوم چې په مالي كال 2019 كښې 21.8 ا??به دي۔ غونډې ته ووئيل شول د برت??ني?? ٬ ماليزيا٬ كاناډا ٬ اسټراليا څخه راغلې ترسيلات زر زيات شوي ٬ برت??ني?? څخه ترسيلات زر 09 فيصده زيات شوې ۔ غونډې ته ووئيل شول چې په ترسيلات زر كښې نوره اضافه هم متوقع ده ۔ د خزانې وزارت او مركزي بانك لخوا د ترسيلات پحقله مراعات وركولو لپ??ره بېلا بېل تجويزونه وزيراعظم ته وړاندې كړې شول ٬ په دې تجويزونو كښې د ترسيلات زر پحقله بانكونو ته 15 فيصده شرح نمو په ترلاسه كېدود يو ډالر سره د يوې روپۍ وركولو پاليسي جاري سا??ل٬ ټېلي ګرافك ټرانزېكشن لپ??ره مطلوبه لږو نه لږې روپۍ لا لاندې راوستل٬ بهر هېوادونو كښې پاكستانيانو لپ??ره په بانك اكاٶنټ پرانستلو كې معاونت كول٬ بهر هېواد څخه د ترسيلات زر رارسېدو لپ??ره د پاكستان پوسټ آفس خدمات پكار راوستلو غوندې بېلا بېل تجويزونه شامل وو۔ وزيرِاعظم امر وكړو د ترسيلات زر پحقله د حکومت لخوا د سهولت کارۍ او مراعاتو په اړه تجويزونو ته دې په يوه اوونۍ كښې حتمي شكل وركړې شي دغسې چې په دې عملدرآمد وكړې شي ۔ په غونډه كښې د پاکستان سټيل ملز بحالۍ لپ??ره په بېلا بېل آپشنز هم غور اوشو٬ د پاکستان جوړو كړو سرټيفيکيټس بهر هېوادونو كښې تشهير لپ??ره په بېلا بېلو تجويزونو تفصيلي خبرې وشوې۔ وزيراعظم ته د نړ??وا??و ادارو په مرسته په روانو پرمختيائي منصوبو تراوسه په شوي پېشرفت او په ھغې عملدرآمد ګړندې كولو لپ??ره د سباٶن په لائحه عمل هم ووئېل شول۔وزير اعظم په دې خبره زور رواړو چې د پرمختيائي منصوبو او په خاص توګه د نړ??وا??و ادارو په مرسته په روانو منصوبو دې پېشرفت تند كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل په پرمختيائي منصوبو په وخت عملدرآمد سره به چرته چې معاشي عمل ګړندې شي هلته به ځوانانو لپ??ره د نوكرو موقعې راپېدا شي۔ ده امر وكړو چې د پرمختيائي منصوبو پېشرفت پحقله وزيراعظم آفس په باقاعدګۍ سره خبر اوساتئ۔ د خزانې پخوانې وزير شوکت ترين لخوا وزيرِاعظم ته ووئيل شول د غېر سركاري فلاحي تنظيم اخوت لخوا د خلقو د كورنو نه د خوراك څيزونه راغونډولو سره مستحقو او حاجت مندو كسانو ته د رسولو منصوبې ته حتمي شكل وركړې كېږي او دا عمل به په يوه اوونۍ كښې بشپړ شي۔ وزيراعظم د دې اقدام هركلي كولو سره ووئيل دا اقدام د حكومت فلاحي هلو ځلو سره سمون خوري او دې لپ??ره به حكومت هر ډول ممكنه مرسته كوي۔(ګ ل