اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي﴾ خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د اقتدار په چوكې پاتې كېدل زمونږ منزل نه دے، مونږ په هېواد كښې ريښتينې ??دلون راوستل غواړو، حكومت به خپله موده پوره كوي، هېواد په معاشي توګه مضبوط او د پرمختګ په لار روانول غواړو، د زرمبادله په ذخيرو كښې اضافه، په تجارتي خساره كښې كمې او د نورو مالي اشاريو مثبت رجحان زمونږ معاشي بهتري څرګندوي. ده دا خبرې د خالي په ورځ په مل??ان كښې بېلا ??ېل?? دستورې ته د وېنا كولو او پلاوو سره د مل??قاتونو په مهال وكړې. په دې موقع د تحريك انصاف نور مشران هم موجود وو. ده ووئي?? چې سي پېك په منطقه كښې د بدلون استعاره ده، د دې پروژو ترسره كېدو سره په خنډونه ختم شي او د دواړو هېوادونو اولس به يو بل ته نزدې شي. ده ووئي?? چې مونږ د سي پېك په دوهم پړاٶ كښې داخلېږو. په دې پړاٶ كښې مونږ صنعت سازې ، معاشي او معاشرتي پرمختګ ته پام كوو. ده ووئي?? چې د چين پاك اقتصادي لارې پروژې ترسره كېدو سره به په منطقه كښې معاشي پرمختګ او خوشحالي راشي. ده ووئي?? چې د اقتدار په چوكې پاتې كېدل زمونږ منزل نه دے، مونږ په هېواد كښې ريښتينې ??دلون راوستل غواړو، حكومت به خپله موده پوره كوي، هېواد په معاشي توګه مضبوط او د پرمختګ په لار ئې روانول غواړو، د زرمبادله په ذخيرو كښې اضافه، په تجارتي خساره كښې كمې او د نورو مالي اشاريو مثبت رجحان زمونږ معاشي بهتري څرګندوي.