اسلام آباد 22 دسمبر(اے پي پي) د جماعت اسلامي امير ??ناتور سراج الحق وئيلي دي چې بايد نړيواله ټولنه د كشمير مسئلې حل لپاره خپل كردار ترسره كړي، په كشمير كښې د بشري حقونو څخه سختې سرغړونې روانې دي، د كشمير مسئله د هند د تقسيم نامكمل اېجنډا ده، جماعت اسلامي به په هر فورم د كشميريانو د حقونو جنګ كوي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ په ډي چوك كښې د كشمير مارچ ??ه اړه د انتظاماتو د جاج اخستل?? په مهال مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې. سراج الحق ووئيل چې د اسلام آباد د تاريخ تر ټولو لوي مارچ ??ېږي چې پكښې به د ټول هېواد نه د لكون?? په شمېر خلق ګډون كوي. ده ووئيل چې د دې مارچ ??قصد د نړيوالې ټولنې پام د كشمير مسئلې ته راړول دي. ده ووئيل ??ې هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه سختې سرغړونې كوي، بايد ملګري ملتونه ئې دستي نوټس واخلي او بايد د خپلو قراردادونو له مخې د كشمير مسئله حل كړي.