اسلام آباد 06 جنوری (اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد وئيلي دي رحمن بابا’ سرسید او ?? جناح ایکسپریس پشمول درې ټرينونه چلولې شوي په كومو چې لس روپۍ هم نه دې خرڅ كړې شوي’ د صفائی څانګه پرائیویټ کمپنۍ له د وركولو سره به د صفائی نظام ښه شي’ د کراچۍ سرکلر ریلوے ټريك 43 کلو میټره اوږد دے’ 38 کلو میټره زمكه راخلاصه كړې شوې ‘ د پينځو کلو میټره آزادولو لباره دې سندھ حکومت مرسته وكړي۔ د ګل په ورځ ??امی اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې پھ مهال د نصیبه چنا د ضمنی پوښتنې په ځواب د ريلوے وزير شیخ رشید احمد ووئيل مونږ د رحمن بابا’ سرسید او ?? جناح اېكسپرېس پشمول درې ټرينونه چلولې ۔ دغه پخواني ټرينونه دي ‘ لس روپۍ هم نه دې خرڅ كړې شوي۔ د صفائی كار نجي کمپنۍ له وركوو چې ورسره به د صفائی نظام ښه شي۔ په دې لړ كښې ټينډر شوې ۔ د اقبال محمد علی خان د ضمنی پوښتنې په ځواب وفاقی وزیر ووئيل د کراچۍ سرکلر ریلوے 43 کلو میتره اوږد دے۔ 38 کلو میټره زمكه راخلاصه كړې شوې ۔ 5 كلوميټره لا پاتې ده