پېښور پ۔07 مارچ (اے پی پی) خېبرپختونخوا كښې تر دې دمه د ملخانو بريدونو سره فصلونو ته كوم زيان رسېدلې نه دې۔ د صوبې په 7 هائي رسك ضلعو كښې د ملخانو پرله پسې څارنې له د كركيلې او ريليف ټولې 55 ډلې شپه او ورځ كار كوي۔ دې مقصد لپاره 24 بېل كېمپونه هم لګولې شوي دي۔ تر دې دمه ځ??لې شوې 11754 هېكړه زمكه كليئر كړې ده۔ صوبائي حكومت دې سيمو كښې د بېړې حالت په ځائې كولو سره د فوري نوعيت كارونو له د 50 ملين روپو رقم ??نظوري هم وركړې ده۔ صوبائي حكومت د ملخانو بريد څخه فصلونو ساتلو له لوکسټ سرویلنس اېنډ کنټرول اسټرېټیجی جوړه كړې ده۔ دا خبره ګرد هېواد كښې فصلونه د ملخانو بريدونو څخه ساتنې په لړ كښې د صوبائي حكومت لخوا تر دې دمه د پورته كړې شويو ??ام??نو او د سباؤن تګلارې په اړه بريفنګ كښې وكړې شوه۔ اعلی وزير او دده ډلې د وېډيو كانفرنس د لارې غونډه كښې ګډون وكړو۔ صوبائي حكومت د ملخانو بريدونو ف??ال?? مخنيوي له وفاقي ادارو او نورو صوبو سره د يو ف??ال?? تږلارې ترسېوري لاندې كار كوي