اسلام آباد ۔ 29 مارچ (اے پی پی) پاکستان علماء کونسل، دارالافتاء پاکستان او د ګرد هېواد علماﺀ كرامو او مشائخو وئيلي دي چې د كرونا وائرس مخنيوي له د پورته كېدونكو ګامونو دلاسه خواري كښ ٬ مزدوران ٬ غريبانان او مسكينان سختو حا??اتو سره مخ دي۔ دوئي خوراك لپاره راشن او درمل??و له پېس?? نه لري۔ د نفلي حج او عمرې اراده لرونكي دې د بې وزليو ٬ مسكينانو ٬ مزدورانو ٬ خواري كښو او مستحقينو مالي مرسته وكړي۔ د اتوار په ورځ په خپل شريك بيان كښې د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حا??ظ محمد طاهر محمود اشرفی ، پیر نقیب الرحمان ، علامه سید ??یاء اللہ شاہ بخاری ، مولانا محمد خان لغاری ، قاری جاوید ??ختر قادری ، مولانا محمد حنیف بھټی ، علامه سید ??جاد نقوی ، علامه غلام اکبر ساقی ، علامه عبدالحق مجاهد، مولانا محمد رفیق جامی ، مولانا نعمان حاشر او قاضی مطیع اللہ سعیدی اولس ته خواست وكړو چې هره ورځ هېواد كښې كورونا وائرس سره د مخ كسانو شمېره زياتېږي او صورتحال زيات ناوړه كېږي۔ په داسې حا??اتو كښې دې حكومت او ځائي انتظاميې سره بشپړه مرسته وكړې شي۔ بايد كورونو كښې ناسته وكړې شي او ذكر او استغفار كښې وخت تېر كړې شي۔ دوئي ووئيل د حكومت لخوا په وركړې شويو هداياتو دې بشپړه عمل وكړې شي۔ دغسې د خپل وس له مخې دې د صدقو او خېراتونو اهتمام وكړې شي۔ دوئي ووئيل د جوماتونو په كچه دې د بې وزليو او مزدورانو مرستې له د خوراك څښاك څيزونو پېكج جوړ كړې شي۔ دوئي شتمندو حضراتو ته غږ وكړو چې ستونزو سره د مخ انسانيت خذمت له راوړاندې شي۔