اسلام آباد 10 اپریل (اے پی پی) د وزیراعظم د غريبۍ ختمولو او سماجی تحفظ خاص مرستيالې ډاكټر ثانیه نشتر وئيلي دي خوارې كښه طبقه احساس ایمرجنسی كیش پروګرام كښې د ا??س اېم ??ېس د لارې شاملولو تګلارې په اړه خبرتيا ته اړټيا ده۔ د جمعې په ورځ خپل يو بيان كښې ډاكټر ثانیه نشتر ووئيل داسې خوارې كښ كوم چې د كرونا وائرس له امله بې روزګاره شوي او د هغوي روزګار ځپلې شوې او د حكومت د اړخه د احساس ایمرجنسی كیش پروګرام 12000 روپۍ مرسته ترلاسه كول غواړي ٬ هغوي دې په سمدستي توګه په 8171 خپل د شناختی كارډ لمبر راوليږي۔ ځواب كښې كه هغوي ته ا??س اېم ??ېس ترلاسه شي چې د هغوي د اهليت په اړه د كوائف جانچ پړتال كيږي نو د بل ا??س اېم ا??س انتظار دې وكړي هغوي ته به د اهليت يا د نه ځواب وركولې شي۔دې ووئېل كه ا??س اېم ??ېس ترلاسه شي چې هغه د روپو لپاره اهل دے او د روپو ترلاسه كولو له د ا??س اېم ??ېس د لارې خبر كړې شي نو بيا دې هم انتظار وكړي۔ او چې كله په ا??س اېم ??ېس ورته ورځ اوښودلې شي بيا دې متعلقه ځاې ته لاړ شي۔دې ووئېل حكومت احساس ایمرجنسی كیش پروګرام ترمخه خوارې كښو له 12000 روپۍ وركوي۔ دې ووئيل جعلی ا??س اېم ??ېس ته دې پام اونه كړې شي كوم ا??س اېم ??ېس چې د 8171 څخه ترلاسه كيږي هغه به اصل وي۔دا خبره دې ياده وي چې د دې پروګرام ترمخه په ټول هيواد كښې مستحقو كس??نو له د مرستې وركولو سلسله پيل شوې او په لري پرتو سيمو كښې د ډسټری بیوشن سینیټرو بشپړه انتظامات شوي