اسلام آباد ۔ 15 جولائی (اے پی پی) د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن ??حمد جهانزېب خان وئيلي دي کووېډ۔19 وبا مونږ سره ګرد هېواد كښ?? د روغتيا آسانۍ بحالولو ا??سا?? راپېدا كړے۔ پروګرام لپاره بېلې كړې 70 اربه روپۍ به د وفاقي او صوبائي حكومتونو په منصوبو مصرف كولے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د 70 اربه روپو په لګښت د “کووېډ۔ 19 ریسپانس او په نورو قدرتي آفتونو د قابو موندلو پروګرام ” غونډې ته خطاب كښ?? وكړه۔ غونډه كښ?? د پلاننګ سېكرټري مطهر نیاز رانا ، د پلاننګ كمېشن ممبرز او د وفاقی او صوبائی ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن ??وئيل پروګرام كښ?? د صحت عامه نګر??ني ٬ د رنځورانو په ګوته كول او د ډی اېچ کیو/ ټی اېچ کیو روغتونونو اپ ګرېډېشن ته پام ګرځولو سره سره د څښلو پاكو اوبو رسنې او د ځائي بنيادي اډان?? ښه كولو آسانۍ شامل دي۔ په منصوبو به كار د صوبائي او ځائي ايجنسيو په مرسته پېل كولے شي دغسې چې د کووېډ۔19 په ډول د وبائي مرضونو اثرات كم كړے شي۔ محمد جهانزیب خان ووئيل د دې منصوبې ټولو خرڅونو كښ?? به 50 فيصده صوبائي حكومت پورته كوي چې ورسره به د دې منصوبې لګښت 140 اربه روپۍ ته ورسيږي ۔ د روغتيا نظام اپ ګرېډ كولو او ځائي معيشت بحالولو له دا پروګرام د وفاقي حكومت او صوبو ترمينځه يوه غوره مرسته ده