اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) ګرد هېواد كښې د اګست په 9مه نيټه د ټائيګر فورس ډے لمانځلو تيارۍ په تندۍ سره جاري دي٬ د وزيراعظم عمران خان په امر په صوبائي كچه اقداماتو كښې تندي راوستلې شوې ده۔ په دې ??ړ كښې د ځوانانو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مر??تيا?? عثمان ډار د سندھ ګورنر عمران اسماعيل سره ليدلي۔ د ملاقات په مهال سندھ كښې د ټائيګر فورس رضاكارو د فعاله كولو پرېكره شوه٬ د صوبائي حکومت د مر??تې نه غېر به په صوبه كښې د ټائيګر فورس ورځ لمانځلې شي او سندھ كښې به د ټائيګر فورس مشري ګورنرعمران اسماعيل كوي۔ په دې ??وقع عثمان ډار ووئيل د قامي ګټې په معامله د سندھ حكومت مر??ته نه كول د افسوس وړ ده، د سندھ وزيراعليٰ ته مو خواست كړې ٶ چې معامله سياست سره مخ نه كړې۔ ده ووئيل د شجركارۍ د كمپائن سخت ضرورت دا مهال د سندھ سيمو كښې دے٬ د ذاتي انا هټ دهرمۍ په ځائ پا??ست??ن او راتلونكو نسلونو لپاره سوچ وكړۍ۔ ده ووئيل وفاقي حكومت به د ټائيګر فورس رضاكار تنها نه پرېږدي٬ د وزيراعظم د وژن له مخې كلين ګرين پا??ست??ن به لوے كمپائن پېل كوٶ۔ د سندھ ګورنر په قامي كمپائن كښې د بشپړه مر??تې باور وركړو۔ عمران اسماعيل ووئيل د ځوانانو رضا كارو بشپړه ډاډګيرنه به كوٶ او خپله به د ټائيګر فورس سره په شجركارۍ كمپائن كښې برخه اخلو