كراچۍ 19 اګست(اے پی پی) صدر مملكت او چیف اسكاؤټ پاكستان ډاكټر عارف علوی وئيلي دي اسك??ؤټ?? دې د روایتی پوهې سره سره مشومان د جدیدې ټیكنالوجی څخه هم خبر كړي، د اسكولز ماشومانو سره دې د مدرسو ماشومان هم په دې عمل كښې شامل كړے شي،هيواد كښې يو ډول نظام تعلیم ته پام لرنه كيږي او د نظام ښه كولو هڅې كوو، اسك??ؤټ?? ایسوسی ایشن چې كومو ستونزو سره مخ دے د هغې حل كولو له به هر ډول مرسته كولې شي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د سندھ بوائے اسك??ؤټ?? ایسوسی ایشن صوبائی هیډ كوارټر كښې د پاكستان بوائے اسكاوټس ایسوسی ایشن د 75م قامی كونسل غونډې په مهال خبرو او خپل خطاب كښې وكړه۔ دې څخه وړاندې د صدر او چیف اسكاؤټ په راتګ اسك??ؤټ?? دوي ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ خاص ميلمه د سرسبز پاكستان مهم ترمخه د ودانۍ په خوا كښې بوټې نال كړو۔ دستوره كښې د پی آئی اے چیئرمېن اود پی آئی اے بوائے اسك??ؤټ?? ایسوسی ایشن چیف ارشد ملك، د سندھ چیف سیكریټری او پرووینشل اسك??ؤټ?? كمش??ر سید ممتاز علی شاه، چیف اسك??ؤټ?? كمشنر پاكستان بوائے اسكاوټس ایسوسی ایشن سرفراز قمر ډاھه، د تول هيواد د اسك??ؤټ?? 10 ایسوسی ایشنز عهدیدارو او د نېشنل كونسل غړو ګډون وكړو۔ صدر ووئيل زه هم اسكاؤټ پاتې شوے يم او اسك??ؤټ?? سره ښه یادونه لرم۔ده ووئيل اسكاؤټ ځكه كامیاب دے چې دا د ماشوم والي څخه ښه سماجی اقدار او پوهې ښائي۔ده ووئيل د ماشومانو د زدكړې عمل كور او اسكول څخه پيل كيږي خو كومې خبرې چې به كور او اسكولز كښې نه ښودلې كيږي هغه د اسك??ؤټ?? د لارې ښودلے شي۔ ډاكټر عارف علوی ووئيل اسك??ؤټ?? د پيښو او قدرتی آفات په زړه پوري خذمات ترسره كوي۔ ده ووئيل زه په دې خوشحاله يم چې د اسك??ؤټ?? شميره 7 نيم لكهه ده خو اوس هم په لكهونو ماشومان شته كوم چې اسكاؤټنګ ته رسيدلے شي۔ ده ووئيل دا ښه اداره ده او پاكستان ته د دې حاجت دے۔ صدر ووئيل فرسټ ایډ زيات ضروری دے ځكه چې فرسټ ایډ انسان بچ كولے شي، هر كور كښې وګړو ته فرسټ ایډ ښودل پكار دي، زه په دې خحوشحاله يم چې اسك??ؤټ?? ته فرسټ ایډ كښې سی پی آر ښودلے كيږي۔ده ووئيل اسك??ؤټ?? ایسوسی ایشن بايد د ټولو سكولونو سره سره هيواد كښې موجودو مدرسو ته ورسي او د مدرسو ماشومان بايد د دې پوهې او ټيكنالوجي څخه خبر كړي۔ ده ووئيل اسك??ؤټ?? ښه او مناسب اقدامات كوي۔ ده د غونډې په مهال د اسك??ؤټ?? ټاكنو ، ذرائع آمدن په اړه هم پوښتنه وكړه۔ چیف اسك??ؤټ?? كمشنر پاكستان بوائے اسك??ؤټ?? ایسوسی ایشن سرفراز قمر ډاهه صدر ته ووئيل اسك??ؤټ?? ته دې د ټیكنالوجی پوهه ښودل هم شامل كړے شي۔ ده ووئيل اسك??ؤټ?? هم د وزیراعظم په وژن عمل كولو سره سرسبز وشاداب پاكستان مهم كښې برخه اخلي۔ده ووئيل سږ كال به مونږ په هيواد كښې 15 لكهه بوټې نالوو او راروان كال به دا شميره يو په دوه كولې شي۔ ده ووئيل دا مهال 7 لكهه 50 زره اسك??ؤټ?? خذمات ترسره كوي۔ ده ووئيل تير كال ستمبر كښې ټاكنې شوي ، مونږ له وفاق او صوبائی حكومتونه ګرانټ راكوي او دې نه ځانله هم مونږ د آمدن ذريعې لرو۔