اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپر??نو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي چې د ميډيا مننه ??وٶ چا چې په عزم زمونږ دوه كلنه ??اركردګي اورېدلې او د وفاقي وزيرانو لخوا د وړاندې كړې كاركردګۍ ئې كورېج كړے۔ ده ووئيل مونږ دا هڅې كولې چې د كابينې ټول غړي دلته وړاندې شي او د خپلو وزارت??نو كاركردګي څخه ميډيا خبر كړي٬ د اوږد نشست له امله د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه ??م وركړے شول او تشنګي پاتې شوه كومې لپاره چې به يو مېكنزم او ټائم شېډول جاري كوٶ دغ??ې د اړوندو وزارت??نو بېټ خبريالان اړوندو وزيرانو څخه ځوابونه غوښتلے شي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د حكومت د دوه كلنې كاركردګۍ پھ اړه نورو وزيرانو سره يوځاې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان دا وژن لري اولسي نمائندګان دې د ټولو اقداماتو نه اولس خامخا خبر شاتي او د دې هلو ځلو كولو مقصد هم دا ٶ او هم دا د جمهوري حكومت ذمه واري هم ده ۔ ده ووئېل وزيراعظم عمران خان د نوي كل د سباٶن امين دے، مفاد پرستي او د اقرباء پرورۍ سياست په اخري سلګو دے چې غږ ئې د مخالفې ډلې د اوسنيو خبري كنفرنس??نو او بيان??نو نه ??م راخيژي۔ وفاقي وزير ووئيل په دوه كالو كښې خو هېواد بدلولے نشو خو كوټلو ګام??نو پورته كولو سره بهترۍ پلو روان يو، د پاكستان تحريك انصاف حكومت چې به كله پنځه كاله ترسره كړي نو په باور سره وئيلې شم چې هېواد به بدل شوے وي، معاشي حالات به ښه وي او د ھغې خواږه به تر اولس منتقل كېږي۔ ده ووئيل د كووېډ-19 بحران باوجود د خوراك څښاك څيز??نو كښې كمي سر پورته نه ??ړو ، ذخيره اندوزي او د څيز??نو بيعه زياته شوې ضرور ده خو بېعه كمولو سره اولس ته ريليف وركول زمونږ ذمه واري ده ،په كوويډ 19 كښې د كاميابۍ نه ??س اوس ښې ورځې پېل شوي ۔ده ووئېل ??جا??ت وده كوي او معاشي اشاريئ بهترۍ پلو روانې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د ميډيا خراب صورتحال د هېواد د معاشي صورتحال له امله دے، د نجي څانګې اشتهاراتو سره سره سركاري اشتهاراتو كښې هم كمے راغلے خو اوس اقتصادي ستونزې تېرې شوي او ښه وخت راتلونكے دے او تاسو ته باور دركوم چې څنګه برآمدات زياتېږي، دغ??ې به موقعې هم زياتېږي۔ ده ووئيل د ميډيا هاٶسز 80 فيصده واجبات ادا كړې شوي، مونږ دا خواهش لرو چې ميډيا دغ??ې خپل ذمه وار كردار لوبوي۔ ده ووئيل تر څٶ چې د كابينې د ځينې غړو د بدلېدو سوال دے ، زمونږ د ډلې يو كپتان دے، كپتان چې كوم ځائ يو لوبغاړے لوبول غٶاړي دا د ھغه حق وي چې ھغه په ھغې كښې ردو بدل وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په ماضي كښئ ??جا??ت لپاره د قائمه كمېټۍ چيئرمېن پاتې شوے يم، ستراتېژك ټريد پاليسي فريم ورك (اېس ټي پي اېف) قائمه كمېټۍ ته راغلې وه خو د ھغې نه ??س په ھغې هېڅ كاروائي ونه شوه ، اوس دا پاليسي وزيراعظم ته لېږلې شوې۔ د اطلاعات وزير ووئيل د كوويډ 19 بحران راغلے او د دې د ګردې نړۍ معيشت تهس نهس كړے خو مونږ خپلې موثره لائحې سره همت ونه بېللو او د نړۍ په مقابل كښې مو خپلې معاشي هلې ځلې جاري وساتلې ۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د هلو ځلو محور تل كمزورې طبقې وې او په دې سخت وخت كښې ئې هم د يهاړمارو او خواركښو د ستونز احساس كولو سره د سمارټ لاك ډاٶن پاليسي اختيار كړې ٬ د تعميرات څانګې ودې لپاره ګامونه ??ورته كړې شوي ٬ دغ??ې چې ديهاړي مار او خواري كښ بې روزګاره نه شي٬ ده ووئيل معاشي هلو ځلو سره د روزګار موقعې رامخئ ته كېږي ٬ مونږ ادارې نوې تقاضو سره سموو۔ وفاقي وزير ووئيل نوكرۍ وركول ښه كار در خو نوكرۍ خرڅول نه، د ماضي واكمنو ملازمتو??ه خرڅ كړي چې په سوب ئې ادارې تباه شوې او په دې لړ كښې ٬ د راډيو او پي ټي وي مثال د ټولو په وړاندې دے۔ده ووئېل معاشي هلې ځلې پېل شوي ، د روزګار موقعې به هم راپېدا شي ، ميډيا ته چې كله اشتهارات ترلاسه شي نو اميد لرو چې د دې خواږه به ميډيا ورركز ته هم ورسي، مونږ د ميډيا صنعت 80 فيصده واجبات ادا كړې ۔د يوې پوښتنې په ځواب د اطلاعات وزير ووئيل ډيجيټل ميډيا سره سره د سائبر كرائمز بل نفاذ لپاره هم اقدامات كوٶ۔ ده ووئيل تېر حكومت په مصنوعي توګه د ډالر بيعه قابو ساتلې وه او د دې په مد ئې شپږ اربه ډالر خرڅ كړې