اسلام آباد ۔ 27 اګست (اے پی پی) د د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي ميډيا صنعت ته د پېښو مسئلو حل كولو او په دې اړه د سپېځلې او تل پاتې پالېسۍ جوړولو عزم لرؤ۔ ريجنل ورځپاڼو او د خبريالانو مسئلو ته به پام كولې شي۔ ټولو فريقو سره ??شاورت روان دے دغسې چې پالېسي په صلاح جوړه كړې شي۔ د ډمي ورځپاڼو په ګوته كولو كښې دې ميډيا خپل كردار ترسره ??ړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د مردان ??رېس كلب نوې ټا??لې شويو عهدېدارنو پلاوي سره د زيارت په ورځ ملاقات كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير نوې ټا??لې شويو عهدېدارانو څخه سوګند واخست او دوئي ته مباركي وركولو سره ئې دوئي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې مهال پلاوي سره خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د خبريالې ورورولۍ مسئلې حل كول د حكومت ٬ صحافتي نمائنده تنظيمونو او د پرېس كلبز شريكه ذمه واري ده۔ ده ووئيل خبريال د قلم او كېمرې د لارې د ټولنې مسائلې رامخې ته كوي۔ د ميډيا په ګوته كولو سره حكومت د مسئلو حل كولو كښې خپل كردار ترسره ??وي۔ ملاقات كښې د مردان ??رېس كلب صدر لطف الله خان ?? نائب صدر محمد يعقوب ٬ جنرل سېكرټري محمد بشير عادل او د پرېس كلب نور عهدېداران ??وجود وو۔