اسلام آباد 10 ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سره د ازبكست??ن د سرمايه كارۍ او خارج?? اقتصادي اړيكو لپاره نائب وزيراعظم سردور عمرزوقوف د زيارت په ورځ ليدلې دي ۔د ملاقات په مهال كووېډ 19 وبا دوه اړخيزه مرستې سيمه ايزې رابطه كارۍ او سيمه ايز امن او سلامتيا پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد هم پھ دې موقع موجود وو۔وزيراعظم ووئيل پاكستان او ازبكست??ن د ورورولۍ اړيكې لري۔ده د ازبكستان صدر سره د خپل ملاقات حواله وركولو سره ووئيل پاكست??ن د نړيوالې وباﺀ ختمېدو نه پس د هغه د پاكست??ن دورې ته سترګې په لار دے۔وزيراعظم ووئيل د رېلويز بېلو پروژو په نتيجه كښې به د تجارت او سيمه ايزې رابطه كارۍ موقعې زيا??ې شي۔د ازبكستان نائب وزيراعظم د ازبكستان صدر د اړخه وزيراعظم عمران خان له د نيكو هيلو پیغام وركولو سره ووئيل هغه د پاكست??ن دورې ته سترګې په لار دے۔ده د ازبكستان صدر د اړخه وزيراعظم عمران خان له د ازبكست??ن دورې بلنه وركړه او د پاكستان سر?? اقتصادي اړيكو زياتولو خواهش يې څرګند كړو۔په دې موقع وزيراعمران خان افغان امن عمل كښې د پاكستان مثبت كردار رامخې ته كولو سره ووئيل د افغانستان مسئلې كوم پوځي حل نشته۔امن ناك او مستحكم افغانست??ن د سيمې او پاكستان لپاره اهميت لري۔وزيراعظم په شريكه ګټه اډانه دوه اړخيزه او سيمه ايزې مرستې مستحكم كولو لپاره د پاكست??ن د اړخه ازبكستان سره په ګډه د كار كولو د خواهش پخلے هم وكړو