اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنېټر شبلي فراز وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په څرګندو هداياتو د سياسي تړون نه پرته د پاکستان سيټزن پورټل، د کامياب جوان پروګرام غوندې اقدامات د لارې د ټولنې هرې طبقې له آسانۍ وركوٶ، د اولسي خدمت دې اقدامات سره د حكومت او اولس ترمېنځه فاصلې ختمې شوي، وګړي كور څخه خپلې ګيلې درج كوي كومې چې وزيراعظم آفس څخه اړوندو ادارو ته لېږلې شي، د کامياب جوان پروګرام او د سيټزن پورټل غوندې د اولسي خدمت منصوبې په كاميابې سره روانې دي۔ وفاقي وزير سنېټر شبلي فراز دا خبرې د زيارت په ورځ د پاکستان سيټزن پورټل هېلپ لائن د اجراء دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ ??ه دې موقع وفاقي وزير شبلي فراز به بټن پرېس وهلو د پاکستان سيټزن پورټل هېلپ لائن9000111-051 باقاعده ??رانسته وكړه۔ ??ه دې موقع د پاکستان سټيزن پورټل چارواكو وفاقي وزير ته تر اوسه په پورټل د رجسټرډ شوو كسانو شمېرې ٬ ګيلو او د دغه ګيلو ازالې په اړه بريفنګ وركړو۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل د پورټل ډله ??په او ورځ محنت كوي چې په سوب ئې د لكهونو په شمېر كسانو ??ه دې پورټل خپلې ګيلې درج كړي او ??ه دې د پورټل ډله د مباركۍ حق لري۔ ده ??وئيل وزيراعظم عمران خان دا خواهش لري چې د اولس لخوا د حكومتي ادارو په اړه ګيلې په ترجيحي بنيادونو حل كړے شي، كوم كسان چې د معاشي وجوهاتو يا د بېلا بېلو خنډانو په سوب په ادارو كښې ګيلې نهشي درج كولې ھغوي لپاره دا بهترين فورم دے چې د كور څخه خپل شكايات درج كړي۔ ده ??وئيل تر اوسه 29 لكه كسان په پاكستان پورټل رجسټرډ دي، په 25لکھ درج ګيلو كښې 24 لكه لرې يا حل كړې شوي او په حل شوو ګيلو كښې د 5 لكه 66 زره كسانو فيډ بېك اخستے شوے چې پكښې دې خلقو تصديق كړے چې د دوي په ګيلو په وخت كاروائي شوې او دغه خلق سل فيصده ??طمئين دي۔ ده ??وئيل د ټېكنالوجۍ ??ه دې دور كښې وګري د حكومتي ادارو په ضد شكايتونه په پاکستان سيټزن پورټل درج كوي او دا شكايتونه د وزيراعظم آفس د لارې اړوندو ادارو ته لېږلې شي او د دغې ازاله كولې شي۔ ده ??وئيل په پاکستان سيټزن پورټل د درج شکايتونو، د ازالې شرح پشمول د نورو ټولو چارو په اړه هره ورځ وزيراعظم عمران خان خبر ساتلے شي، وزيراعظم څرګند هدايات جاري كړي چې د ټولو ګيلو ازاله دې باوري كړے شي