میانوالی۔24اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم هدايت كړے چې د انجونو او مېرمنو د زده كړو آسانيو ته دې ځانګړې پاملرن?? وشي.د وزيراعظم دفتر د میډیا څانګې لخوا جاري شوي بیان له مخې وزیراعظم دا هدايت كېډټ كالج عيسی خېل كښې د هاسټل نوي بلاك پرانستې نه وروستو د 19 اربه روپو ميانوالي پرمختيائي پې??ج كښې په شاملو منصوبو د بريفنګ په مهال وكړو۔ وزيراعظم عمرا?? خان کېډټ کالج عیسی خیل کښې د هاسټل نوي بلاک پرانسته وکړه ، هغه د پولیو څاڅکو ورکولو سره د پوليو مخنيوي كمپائن پې?? كړو او بوټے ئې هم ولګولو۔ په دې موقعه وزیراعظم عمرا?? خان سیمې لپاره او په خاص توګه خټك بېلټ لپاره د پاکو اوبو رسولو پروژې د بنسټ ډبره هم کېښوده. وزيراعظم ته د 19 اربه روپو ميانوالي پرمختيائي پې??ج منصوبو په اړه بريفنګ وركړے شو كومو كښې چې د سړكونو بحالۍ او ددې دوه چلنده كولو ٬ د اوبو رسنې 46 منصوبو بحالولو ٬ د تحصيل روغتون او داسې نورې يو شمېر منصوبې شامل دي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د انجونو او مېرمنو د زده كړو آسانيو ته دې پاملرنه وكړې شي۔ وزيرعظم وروسته تحصيل عيسی خېل او دې سره پې??ستو تحصيلونو لپاره د پاكو اوبو رسولو منصوبې هوائي جاج هم واخست