اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) مفادات او كاميابۍ لپا??ه د 6 نكاتي پروګرام تجويزونه وړاندې كولو سره وئيلي دي د كرونا وائرس صورتحال مخنيوي لپاره شريكو هلو ځلو ته اړتيا ده، بايد نړيوالې مالياتي ادارې او جي-20 هېوادونه د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو مرسته وكړي، د ګردې نړۍ معيشت رو او قلاره شوے، د آزادۍ د اظهار په لمنه كښې د يو مذهب سپكاوے د نه زغملو وړ دے٬ د ماحولياتي خيرنوالي خاتمې لپاره پاکستان خپل كردار لوبوي٬ افغانستان كښې مستقل امن لپاره به ټولو ډلو له خپل كردار لوبول وي، ملګرو ملتونو له به د نړيوالو شخړو او كشالو حل لپاره سنجيده ??لې ځلې كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د شنګهائي مرستې تنظيم اېس سي او د حكومتي مشرانو د كونسل غونډې ته د وېډيو لنك د لارې خپله وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل ګرده نړۍ كښې د كرونا وائ??س وباء څخه د پنځه كروړه نه زيات كسان متاثره شوي ٬ كووېډ-19 د نړۍ معيشت او روزګار ړنګ كړے او د دې د تباهې وړ اثراتو څخه ټولې څانګې په خاص توګه صحت او معيشت زياتې ځپلې شوي او د ګردې نړۍ معيشت ور او په قلاره شوے۔ ده ووئيل د كرونا وائ??س وباء مخنيوي لپاره شريكو هلو ځلو ته اړتيا ده، په تېرو دوو لسيزو كښې اېس سي او يو شمېر كاميابۍ ترلاسه كړي۔ ده ووئيل پاکستان او چين د كرونا وائ??س واكسين جوړولو لپاره په ګده هڅې كوي، نړيوالې ورورولۍ له به د شريكو هلو ځلو د لارې د دې رنځ خاتمې لپاره كار كول وي۔ده ووئېل بايد نړيوالې مالياتي ادارې او جي-20 هېوادونه د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو مرسته وكړي۔ ده ووئيل ملګرو ملتونو له به د نړيوالو كشالو او شخړو حل لپاره سنجيده ??لې ځلې كول وي، منطقه كښې د امن صورتحال ښه كولو لپاره به نړوالو قواؤ له خپل كردار لوبول وي۔ ده ووئيل افغانستان كښې مستقل امن لپاره به ټولو ډلو له خپل كردار لوبول وي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل دا مهال نړۍ كښې د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ ته اړتيا ده٬ د آزادۍ د اظهار په لمن كښې د يو مذهب سپكاوے د نه زغملو وړ دے، د ماحولياتي آلودګۍ خاتمې لپاره پاكستان خپل كردار لوبوي۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد د اقداماتو عزم لري، د ټولنې بې وسه كسانو ته آسانۍ وركولو پلو پاملرنه كوٶ، مونږ د كرونا وائ??س وباء صورتحال مخنيوي لپا??ه د سمارټ لاك ډاٶن او د بې وسه طبقو ??عاونت لپاره اقدامات كړي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان د اېس سي او د يوته كونسل په غړي ټكلر كېدو مونږ خوشحاله يو ځكه چې د پاكستان زياتره آبادي په ځوانانو مشتمل ده، د كرونا وائرس د اثراتو مخنيوي لپاره به اېس سي او نالج بېنك جوړول او د كرونا وائرس وباء په معيشت اثراتو مخنيوي لپاره٬ مختصر ٬ د مېنځنۍ او د وږدې مودې حكمت عملي جوړول، د كرونا وائرس څخه بچ كېدو لپاره ارزان او د هر كس تر رسېدو واكسين جوړولو لپاره شريك موقف خپلول٬ د غربت٬ رنځونو٬ د لوږې خاتمې او د كوټلې پرمختګ هدفونو سره س??ه د پیسو بهر هېواونود او آفشور آكاٶنټس ته په غېر قانوني توګه د لېږلو مخنيوي او د موسمياتي بدلون خطر لاره نيولو لپاره بشپړه اقدامات پكار دي او د دې نه علاوه ګڼ اړخيزه او د اېس سي او يوته ستراتېژي هم خپلولو ته اړتيا ده چې له مخې ئې د ټېكنالوجۍ شراکت، سکالرشپ او ايکسچېنج پروګرامونو ته وده وركړے شي۔(GUL/ZIA/1754)