اسلام آباد 08 دسمبر(اے پي پي) وز??راعظم عمران خان وئيلي دي چې پاکستان ته به د مومند او بهاشا بندونو په صورت كښې د اوبو دوه لوئې ذخيرې ترلاسه شي۔ د نهې په ورځ په خپل ټويټ كښې وز??راعظم ووئيل د منګلا او تربېلا بندونو جوړېدو د پنځو لسيزو تېرېدو نه پس په پاكستان كښې د اوبو دوه لوئې ذخيرې د مومند او بهاشا بندونو په صورت كښې جوړېدونكې دي۔ وز??راعظم عمران خان چې په دې لړ كښې يوه وېډيو هم شريكه كړې په كومه كښې چې دا ښودلي شوي چې د مومند بند څخه به 800 مېګاٶاټ برېښنا ترلاسه شي او 16 زره اېكړه زمكه به اوبه شي٬ د دې بندونو جوړېدو سره به د ټولې منطقې سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې اضافه وشي۔(