اسلام آباد۔31دسمبر(اے پی پی) قامي اسمبلۍ د كال 2020 په مهال ?? كورونا صورتحال با??جود د شريكو غونډو پشمول 123 ورځې كار كړے۔ 58 سرکاري بلونه او 14 آرډیننس وړاندې شوي او 31 سرکاري بلونه منظور كړې شول۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د كال 2020 جنورۍ مياشتې د وړومبۍ نېټې نه تر دسمبر 31 مې نېټې د قامي اسمبلۍ په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه كولو سره د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ووئيل يوازې موثره قانون سازي او د پارليمنټ نګراني هېواد ته پېښې معاشي او سماجي مسئلې حل كولې شي۔ په ياده شوې ??وده كښې په بېلو قامي او نړيوالو چارو 19 قراردادونه منظور كړې شوي۔ د كال په مهال 6130 پوښتنې شوې ??ه كومو كښی چې د 891 پوښتنو ځوابونه د قامي اسمبلۍ غونډو كښې وركړې شوي۔ قامی اسمبلی سېکرټرېټ كښې د قاعده 244 (بی) ترسېوري لاندې 6 تحريكو??ه راغلي په كومو كښې چې دوه د قاعدو په ضد قراردادو??ه راغلي او درې قائمه كمېټۍ ته سپارلې شوي۔ د بجټ غونډې په مهال د حكومتي او د اپوزيشن غړو 57 ساعته او 08 دقيقې بحث كړے۔ په ټول بجټ منظورولو 81 ساعته 33 دقيقې وخت لګېدلے ۔ پارليماني قيادت په اتفاق ?? كورونا وائرس په اړه يوه پارليماني كمېټي جوړه كړې۔ په دې مهال په درېو پخوانو اسپيكرانو او نورو پارليماني لارښودو مشتمله يوه كمېټي جوړه شوې ??ومې ته چې ?? كورونا وائرس وبائي رنځ تر مخه د ورچوئل سېشن د اقداماتو او وړاندېزونو هدايت شوے۔ اسپیکر اسد قیصر ووئيل د روان كال په مهال قامي اسمبلۍ كښې د وروستو پاتې سيمو خلقو او په خاص توګه د خصوصي وګړو خېر ښېګړې ته هم پ??م ګرځولے شوے۔ په اولني ځل خصوصي وګړو له پارليماني كمېټي جوړه كړې شوې۔ اسپیکر ووئيل په خاص توګه د پاكستان او افغانستان ترمينځه د د تجارت زياتولو ته پام لرنه شوې ۔هغه ووئيل د پاکستان افعان پارلیمنټری فرېنډشپ ګروپ اېګزېکټو کمېټي جوړه كړې شوې ?? كومې چې تر دې 8 غونډې شوي۔ د پاک افغان تجارت او سرمایه کاری فورم 2020″ سیمینار قومی اسمبلی سېکرټرېټ كړے كوم چې د دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره يو كامياب ګام ثابت شوے۔