اسلام آباد 08 جنوري(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د راډي?? پاكستان لخوا د پښتو سندرو د اي لائبرېري د اجراء هركلے او ستائنه كولو سره امر كړے چې د سندھۍ، پنجابۍ او د بلوچۍ پشمول د نورو كلتورونو او ژبو موسيقي هم ډیجیټلائزډ كولو سره نوې كول لپاره محفوظ كړئ٬ د هر هېواد پرمختګ د دوي د ورث?? په قدر پټ دے، د خپل وخت شاعري د ھغه وخت بهترينه عكاسي وي۔ د جمع?? په ورځ راډي?? پاكستان كښې د پښتو سندرو لپاره د اي لائبرېرۍ پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې سېنېټر شبلي فراز ووئيل د پېښور دور?? په مهال ما ته معلومه شوې چې د پېښور سټېشن د پښتو موسيقې محفوظوي، د پښتو موسیقۍ لپاره اي لائبرېري احسن اقدام دے، راتلونكے كول به دې څخه مستفيد شي۔ ده ووئيل راډي?? پاكستان يو ځل بيا خپل روايات په ځاے ساتلو سره خپله ورثه محفوظولو لپاره هڅې كوي۔ ده ووئيل د پېښور سټېشن اهميت دا هم دے چې دا وړومبې راډيو سټېشن ٶ چې پكښې عظيمو شخصياتو كار كړے۔ ده ووئيل تر اي لائبريري به اولس په اسانۍ سره رسنه ولري٬ راډيو به ورثه دغسې محفوظوي او راډي?? پاكستان ته دا اعزاز ترلاسه دے۔ وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د دستور?? په پائې كښې د راډي?? پاكستان ډائریکټر جنرل عنبرین جان او عملې له مباركي وركړه او هيله ئې څرګنده كړه چې راډي?? پاكستان به د خپلې ورثې حفاظت لپاره دغسې هڅې كوي۔ په دستوره كښې د اطلاعات او خپرونو سېكرټري زاپدہ پروین، ډائریکټر جنرل پاکستان براډ کاسټنګ عنبرین جان او د راډي?? پاکستان نور چارواكي هم موجود وو۔