مظفر آباد۔25جنوری(ا?? پی پی) د آزاد كشمير وزيراعظم راجه محمد فاروق حېدر خان وئيلي دي هند د انسانيت وژونكے هېواد دے۔ د هند جمهوريت نړۍ سره لويه دهوكه ده۔ د جمهوريت ادعا كونكے هند د نړۍ تر ټولو لوئې ترهګر هېواد دے۔ د هند د جمهوريت ورځ زمونږ لپاره توره ورځ ده۔ هند په كشمير غېر قانوني قبضه كړې ۔ د 7 لسيزو نه هند مقبوضه كشمير كښې د ظلم او جبر يوه لړۍ روانه ساتلې۔ د اګست 5 مې نېټې نه وروستو چې مقبوضه كشمير كښې څه شوي آيا دغه يو جمهوري هېواد كوي۔ په هند كښې ژوند كوونكي اقليتونه د انتها خوښو واكمنو نه به يره كښې دي۔ وزیراعظم راجه محمد فاروق حېدرخان ووئيل د كشميري اولس د حريت جذبې ته سلام كوم ??و د لكھونو په ??مېر شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم كومو چې په ??پله وينه د تحريك مشال روښانه ساتلے ??و د ستونزو باوجود ئې د حريت جوش سړېدو له نه دے وركړے۔ هغه ووئيل د هند د 5 اګست اقدام كشميرے اولس نه تسليموي۔ كشميرے اولس كله هم د هند برخه نه ده پاتي شوے او نه به شي۔ هغه ووئيل كشميرېان د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د آزادۍ خپل حق غواړي او په ??ې اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل يو شمېر قراردادونه موجود دي