پېنډۍ ۔ 24 فروری(اے پی پی) د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل مېجر جنرل افتخار بابر وئيلي دي د كالعدم تحريك طالبان پاكستان (ټي ټي پي) پخواني وياند احسان الله احسان په تښتېدو د ذمه و??رو په ضد كار??وا??ي شوې او د احسان الله احسان د بيا نيولو هڅې روانې دي۔ د بلوچستان مچھ سيمه كښې د هزاره و??ورولۍ 11 مزدورانو په ??ژنه كښې ككړ كسان نيولې شوي۔ په جبري توګه د بې دركه شوو وګړو په ??عامله جوړ كړے كمېشن په زړه پورې پېشرفت كړے۔ د بي بي سي له مخې هغه خپل دفتر كښې د غېر ملكي ميډيا نمائندګانو سره خبرې كولې۔ هغه ووئيل د احسان اللہ احسان تښتېدل يوه ډېره سنګينه معامله وه او د پلټنيو نه و??وستو د ذمه و??رو په ضد كار??وا??ي وكړې شوه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل زما د معلوماتو له مخې كوم ټويټر اكاؤنټ نه چې ملاله ته دړكه و??كړې شوې هغه يو جعلي اكاؤنټ ؤ ۔ د يوې ??لې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د بې دركه وګړو په اړه کمېشن سره د 6 زره نه د زياتو بې دركه شوو مقدمې وې كومو كښې چې 4 زره حل كړې شوي۔ دا پاتې به هم ډېرې زر حل كړې شي۔ هغه ووئيل په ??بائلي سيمو كښې منظم شدت خ??ښي تنظيمونه ډېر وړاندې ختم كړې شوي او اوس په دغه سيمه كښې څوك د لويې بريد كولو صلاحيت نه لري خو د يوې مودې نه دغه سيمو كښې يو وارې بيا د تشدد پېښې رپورټ كېږي۔ هغه ووئيل د پاكستاني امنيتي ځواكونو د پاتې شدت خ??ښو په ضد جارحانه كار??وا??ۍ كړې او دا اوسنې تشدد د دغې نتيجه او غبرګون دے۔ مېجر جنرل بابر افتخار ووئيل د تېرو ورځو په ??هال د دوو مېرمنو په ??وټر ډزې د دغې لړۍ يوه كړۍ وه بياهم اوس سيمه كښې د ترهګرو كومه منظمه ډله نه ده پاتې او اخو دېخوا شرخوښي په بېلو نامو كار??وا??ۍ كوي۔ ډېر زر به دوي هم ختم كړے شي۔ ډی جی آئی اېس پی آر ووئيل پاكستان افغانستان كښې امن غواړي او په دې لړ كښې چې څه كېدے شو هغه ئې كړي۔ د افغانستان سباؤن به څه وي ٬ مذاكرات به څنګه مخ په ??ړاندې لاړ شي او كومې ډلې له څه كول پكار دي؟ دا ټول د افغانستان د حكومت او اولس كار دے۔ زمونږ يو مقصد دے او هغه افغانستان كښې تل پاتې امن راوستل دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل اوس افغانستان هغه نه دے كوم چې د 90 په ??سيزه كښې ؤ او پاكستان هم بدل شوے۔ دا ممكن نه ده چې په ??ابل طالبان يو وارې بيا قبضه وكړي او پاكستان د هغوي ملاتړ وكړي۔ د پاك پوځ وياند ووئيل پاکستان كښې د شدت خ??ښو مرسته د افغانستان نه كېږي او مونږ داسې ثبوتونه لرؤ كوم چې دا ښائي چې پاكستان مخالف شدت خ??ښو ته هند نه يوازې وسله او پېسه و??كوي بلكې د دوي صلاحيت زياتولو له نوې ټېكنالوجي هم وركوي