سرګودھا۔24فروری(اے پی پی) د وزیراعظم د سماجي تحفظ ا?? د بېنظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي په ګرد هېواد كښې به قومي خوشحالي سروے د جون تر 30 مې نېټې ترسره شي۔ تر دې دمه 70 فيصد سروے سر ته ??سېدلې ۔ پنجاب كښې 54 فیصده او په سرګودھا ډويژن كښې په مجموعي توګه 28 فیصده سروے شوې ۔ 70 لكه كورنيو ته ?? احساس كفالت پروګرام تر سېوري لاندې ادائيګۍ روانه ده۔ د سروے نه وروستو نوې رجسټرډ 7 لكه كورنيو ته ??ه اېس اېم اېس لېږلې شي?? هغوي د خپل اړوند بېنك نه روپۍ ترلاسه كولې شي۔ په نوې سروے كښې 13 لكه هغه حقدارو مېرمنو ته ??دائيګۍ د نادرا شناختي كارډ نه لرلو له امله نه ده شوې او هغوي د خط د لارې خبر كړې شوي چې هغوي زر تر زره شناختي كارډ جوړ كړي او خپلې پېسې واخلي۔ ډاكټر ثنانيه نشتر د سرګودھا دورې په موقع د ډپټي كمشنر دفتر كښې خبريالانو ته ?? احساس كفالت پروګرام په اړه بريفنګ وركولو?? هغې ووئيل د وزيراعظم عمران خان په هدايت په غېر سياسي بنيادونو د روانې سروے مقصد مستحقې كورنۍ لټول او هغوي ته په سپېځلي ډول روپۍ رسول دي?? هغې ووئيل احساس سروے وېړيا كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل تېر كال د كورونا د لاسه قومي خوشحالي سروے ځپلې شوې وه خو د روان كال په مهال په دې په زړه پورې ډول كار روان دے۔