اسلام آباد 17مارچ(اے پی پی)صدر ډاکټر عارف علوي د پاک فضائيه مشر ایئر چیف مارشل مجاهد انور خان (نشان امتياز ملټري) ته نشان امتياز ملټري سول وركړے، دا اعزاز هغه ته د پیشه و??ه خدمات او آپریشن ”سوئفټ ریټارټ” كښې د كاميابۍ د لارې د پاكستان اولس حوصله لا زياتولو په اعتراف وركړے شوے۔ په دې اړه د شورو په و??ځ ایوان صدر كښې يوه دستوره و??وه۔په دستوره كښې د دفاع وزير پرویز خټک، وړومبنۍ مېرمن بیګم ثمینه علوي ، اعلٰی پوځي چارواكو او نورو شخصياتو ګډون كولو۔ چیف آف ایئر سټاف ایئر چیف مارشل مجاهد انور خان نشان امتیاز (ملټری) په ك??ل 1983ء كښې په پاك فضائيه كښې د فائټر پائلټ په حېثيت سره شموليت كړے ؤ۔ هغه د يو فائټر سکوارډن مشري كړې او د بیس کمانډر پی اے ایف شهباز، بیس کمانډر پی اے ایف مصحف، ایئر آفیسر کمانډنګ او سینټرل ریجنل ایئر کمانډ او ډپټی چیف آف ایئر سټاف (سپورټ) او ډپټی چیف آف ایئر سټاف (آپریشنز) په حېث ئې هم وظيفه ترسره كړې۔ ایئر چیف مارشل مجاهد انور خان د کامبیټ کمانډرز سکولز، کمانډ اینډ سټاف کالج اردن او نیشنل ډیفنس یونیورسټی اسلام آباد نه ګریجویټ دے۔ هغه په و??ر سټډیز اینډ ډیفنس مینجمنټ كښې د ماسټرز ډګری لري۔ ایئر چیف مارشل مجاهد انور خان ته د جمهوريه ترکي حکومت ”دی لیجن آف میرټ میډل” وركړے دے۔ ده د مارچ په 19مه نېټه ك??ل 2018 كښې د پاک فضائيه مشر په حېث چوكۍ سنبهاله كړې وه ۔ كله چې د هند جنګي الوتكو د فرورۍ په 26مه نېټه ك??ل 2019 كښې د پاكستان د فضائي حدونو خلاف ورزي وكړه نو په ځواب كښې ئې يوه و??ځ و??وستو په 27 مه نېټه د ایئر چیف مارشل مجاهد انور خان په مشرۍ كښې آپریشن ”سوئفټ ریټورټ” وكړے شو۔ د هند مس ایډوینچر په ځواب كښې د پاکستان ایئر فورس په زړه پورې كاميابي ټول قام ستائلې۔ دغسې د ایئر چیف مارشل مجاهد انور خان پیشه و??ه خدمات ترسره كولو او آپریشن سوئفټ ریټورټ كښې د پاكستاني اولس حوصلې لا زياتولو په اعتراف هغه له صدر نشان امتياز سول وركړو۔