اسلام آباد 01 اپريل (اے پي پي) ?? وزيراعظم د موسمي بدلون خاص مرستيال ملك امېن اسلم سره د ورلډ بينك پلاوي ملاقات كړے۔ د پلاوي مشري د ورلډ بينك كنټري ډائرېكټر نيجے بنهيسين كوله۔ د ملاقات په مهال پلاوي ملك امين اسلم ?? وزيراعظم عمران خان ګرين اسټيمولس منصوبې له د 120 مليونه ډالرو منظورۍ په اړه خبر كړے شو۔ په دې موقع ملك امېن اسلم ووئيل د موسمياتي بدلون وزارت د ګرين اسټيمولس پروګرام له مخې ټول هېواد كښې يو لكه ګرين روزګار وركوي، هېواد كښې به ځوانان خپلو خپلو سيمو كښې د ځنګلو تحفظ ??و اون?? لګولو سره آمدن ترلاسه كړې شي۔ خاص مرستيال ووئيل ګرين جابز وركولو سره به ځوانانو كښې د موسمي بدلون په اړه د ذمه وارۍ احساس او شعور بيدار كړے شي۔ ګرين جاب كونكې هر يو ځ??ان د ورځي 800 روپو نه تر يو زر روپۍ ګټلې شي، د منصوبې ترمخه به په ټول هېواد كښې اوني لګولې شي۔ ملك امېن اسلم ووئيل وزير اعظم عمران خان د كورونا وبا په مهال ګرين جابز اعلان كړې ؤ، حكومت په دې اړه خپل لوظ پوره كړې