اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير شوكت ترين د كروندګرو نه تر صارفينو د سپلائۍ په غ??ره ډول جاج اخستو ، كروندګر ته د ښې ادائيګۍ او صارف ته د زيات ريليف وركولو سپارښتنه كړې ، د خزانې وزير په هېواد كښې د ضروري څيزونو د سټراتېژېكي ذخيرې برقرار ساتلو اهميت تر مخه صوبائي حكومتون?? او اړندو محكمو ته د غنم?? او چينو د ضروريات?? او د خريداري په وخت او ښه ډول د اندازې لګولو هم سپارښتنه كړې . ده دا سپارښتنې د ګل په ورځ د نېشنل پرائس مانېټرنګ كمېټې د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې. په غ??نډه كښې د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داٶد، د محصولات خاص مرستيال ډاكټر وقار مسعود، د خزانې سېكرټري ، د قامي غذائي تحفظ سېكرټري، د منصوبه بندې سېكرټري، د صنعت او پېداوار جائنټ سېكرټري، د يوټېلټي سټورز كارپورېشن اېم ډي، د صوبائي حكومتونو سنيئر نمائندګانو، د پاكستان شماريات بيور?? او د خزانې وزارت اعلٰی چارواكو ګډون كولو. په غ??نډه كښې د تېرې اونۍ په مهال د ور??ني استمال څيزونو د بېعې د رجحان جاج واخستلے شو. د خزانې سېكرټري كمېټې ته ووئيل د تېرې اونۍ په مهال د ګرانۍ شرح په مجموعي توګه 0.40 فيصد كمه شوې. د خزانې وزير اړوندې صوبائي انتظاميې ته د روژې په ارزانه بازارونو كښې د بېعې د څارنې او د سټاك وركولو د څارنې د موثره طريقه كار وضع كولو هدايت وكړو. ده صوبائي حكومتونو ته د اختر رخصتې په مهال د بنيادي ضرورت د څيزونو د بېعې د څارنې هم سپارښتنه وكړه . د خزانې وزير په ټول هېواد كښې په يوټيليټي سټورونو د ضرورت بنيادي څيزونو باوري كولو هم امر وكړو. د خزانې وزير په هېواد كښې د ضروري څيزونو د سټراتېژېكي ذخيره په برقرار ساتلو اهميت تر مخه صوبائي حكومتون?? او اړند محكمو ته د غنم?? او چينو د ضروريات او د خريداري په وخت او ښه ډول د اندزې لګولو هم ووئېل