كوئټه 28 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د بلوچستان په ساحلي سيمو كښې د كبانو په څانګه ډېرې موقعې لري، ځائي ځوانان دې جديد مهارت ترلاسه ك??لو سره په دې څانګه كښې د رېونيو زياتولو د پراخه موقعو څخه استفاده وكړي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د كامياب جوان پروګرام له مخې د بلوچستان ځوانانو ته په اسانو شرائطو د قرض وركولو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم ووئيل حكومت به د كبانو څانګې مناسب ??ربيې لپاره د ځوانانو مرسته ك??ي او دوي له به د خپل روزګار چلولو په اړه هر ډول معاونت وركولے شي . وزيراعظم د بلوچستان اولس لپاره د وړوكي كاروبار او مهارت زياتولو په لړ كښې د 10 اربه روپو په بېلولو د اطمينان څرګندونه وكړه. ده تجويز وركړو چې د فارمي كبانو د نظام د لارې د كبانو پالنې تكنيك زده ك??ل غريبانانو كب ساتونكو لپاره ګټور ثابتېدے شي كوم چې خپل مقصد پوره ك??لو لپاره هڅې كوي. ده ووئيل د كبانو په څانګه كښې لوي اجاره دار د كبانو څانګې سره د تعلق لرونكو د غريبۍ ختمولو په لار كښې خنډ دي. عمران خان ووئيل د كبانو څانګې ته پرمختګ وركولو سره به د بلوچستان ځوانان مخ په وړاندې لاړ شي او د دغې ګټه به پاكستان ته ورسي. په دې موقع د پاكستان تحريك انصاف سينئر لارښود محمد عثمان ډار ووئيل په 10000 ځوانانو 8 اربه روپې تقسيم كړې شوي چې ورسره د روزګار 70000 موقعې راپېدا كولو له مرسته تر لاسه شوې. ده ووئيل د وزيراعظم هدايت له مخې د روان كال تر پاې به ك?? نه ك?? 5 اربه روپې د بلوچستان ځوانانو ته وركړې شي چې دغسې دوي خپل كاروبار شروع كړے شي. د دې څخه وړاندې وزيراعظم د بلوچستان څخه د يوتھ انټر پرېنور شپ سكيم كاميابو ك??ند??دانو له چېكونه وركړل