اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم د سي ډي اے چارو خاص مرستيال علي نواز اعوان وئيلي دي د هېواد نظام د اويا كلونو خرابي لري ، د دې بهترې لپاره وخت پكار دے، مونږ ټولو ته به په نظام كښې بهترې لپاره فعاله كردار ترسره كول وي. د جعې په ورځ د نجي ټي وي چېنل په پروګرام كښې د وزيراعظم خاص مرستيال علي نواز اعوان وو??يل په كومه معامله چې څوك تنقيد كوي هغې لپاره جواز يا بنياد ضروري وي. ده وو??يل په بهرنيو هېوادونو كښې سفارتخانې د خپل هېواد څېره وي. آيا په بهرنيو هېوادونو كښې د پاكستان سفارتخانې خپل كردار په ښه ډول ترسره كوي. آيا د سفارتخانې په پاكستان كښې كېدونكې كمرشل چارې په نړۍ كښې په ډاګه كوي. ده وو??يل 90 لكه پاكستانيان په بهرنيو هېوادونو كښې د روزګار په لړ كښې موجود دي آيا دا سفارتخانې دې پاكستانيانو ته اسانۍ وركوي. ده وو??يل دا هغه بنيادي څيزونه دي چې پرې د كومې هم سفار?? خانې يا هائي كميشن جاج اخستلے كېدے شي. ده وو??يل بايد په دې سفارتخانو كښې پاكستانيانو سره رويه ښه كړې شي.