اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان د ملائېشيا سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي٬د دواړو هېوادونو شريكې ګټې لپاره په بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته اړتيا ده بايد ملائېشيا په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ښه چاپېرچل څخه ګټه پورته كړی٬د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاكستان كښې د ملائېشيا موده تر سره كونكي هائي كمشنر اكرام بن محمد ابراهيم سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات كولو۔صدر ووئيل پاكستان او ملائېشيا په بېلو څانګو كښې ښې اړيكې او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډ??ل دريځ لري۔ده ووئيل دوه اړخيزه شريكې ګټې لپاره شريكې مرستې لا زياتولو ته اړتيا ده٬پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ښه موقعې شته بايد د ملائېشيا كمپنۍ د پاكستان د دې موقعو څخه ګټه پورته كړ??۔صدر په دې موقع د هند ځواكونو د اړخه مقبوضه كشمير او په فلسطينيانو د اسرائيلي عسك??و لخوا په ظلم هم رڼا واچوله۔ده ووئيل بايد نړيواله ورورولي په دې حقله كردار ترسره كړ??۔صدر د كشمير په مسئله د پاكستان د موقف په مرسته كولو د ملائېشيا حكومت مننه وكړه۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو لا قوي كولو له د ملائېشيا هائي كمشنر كردار وستائېلو