اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د قا??ي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د اقتصادي مرستې تنظيم غړو هېوادونو له به د خپل موثره اجتماعي كردار د لارې په نړيوال سياست كښ?? خپل مقام پېدا كول او سيمه ايز پرمختګ ته پام كول وي، د اي سي او هېوادونه د ختيز او لوېديز ترمېنځه د نړيوالې تجارتي راهدارۍ يوازنۍ ذريعه ده?? د سي پېك له مخې د پاكستان نه تر چين د رېل پټلۍ غزېدل به د ټولې منطقې پرمختګ لپاره مرستياله وګرځي ، د ګوادر او چاه بهار ترمېنځه د رېل نېټ ورك جوړېدل د اروپا٬ ايران او تركيه د لارې تر مېنځنۍ آسياء رسنه به په منطقه كښ?? مهم اقتصادي پرمختګ ثابت شي، پاکستان به د کشميري اولس سياسي، اخلاقي او سفارتي ملاتړ تر ھغه وخت روان ساتي تر څو چې كشميريان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په رڼا د خپلواكۍ خپل جائز حق ترلاسه نه ??ړي۔ د ګل په ورځ د قا??ي اسمبلۍ په كوربتوب كښ?? د اقتصادي مرستې نتظيم اي سي او د پارلماني اسمبلۍ د دوېم كنفرنس پرانستې غونډې ته ده ووئيل د كرونا نړيوالې وباء په دې چپه كښ?? د نړيوالو بنديزونو باوجود ګران مېلمانه دلته راغلي ٬ دا د دې خبرې غمازي كوي چې مونږ په پارلماني شراكتدارۍ باور لرو او په دې نكته متفق يو چې مونږ ټول په ګډه خپله منطقه د پرمختګ بام ته رسولې شوو ۔ده ووئېل اته كاله وړاندې جوړ شوے پارلماني الائنس يو قوي تنظيم دے٬ د اي سي او د وروڼو هېوادونو كلتور٬ مذهب او تاريخ يو دے٬ مونږ په دې وېاړ لرو٬ زمونږ تجارتي اړيكې ازمائيلې شوي او په دې قوي رشتو مونږ خپل مېنځ كښ?? تړلې يو۔ ده ووئېل دا فورم مونږ ته دا موقع راكوي چې مونږ خپلې منطقې لپاره د مقصد وړ او د موثره مرستې او رابطه كارۍ فرېم ورك جوړ كړو۔ سپيكر ووئيل زمونږ مجموعي آبادي د 460 مېليونه ??ه زياته ده او د دې هېوادونو زمكه د 8 مېليونه ??ربع كلوميټره نه زياته ده?? زمونږ هېوادونه روسيه خليج فارس او چين اروپا سره تړي۔ ده ووئيل د اي سي او هېوادونه د ختيز او لوېديز ترمېنځه د نړيوالې تجارتي راهدارۍ يوازنۍ ذريعه ده?? مونږ له به د خپل چاپېرچل د بريا څخه ګټه پورته كولو سره سيمه ايز پرمختګ ته پام كول وي۔ ده ووئيل د بده مرغه د بلها موقعو باوجود زمونږ خلق د لوږې٬ تندې ٬ رنځونو او ناخواندګۍ سره مخ دي٬ زمونږ خلقو له ښه سباٶن لپاره موقعې كمې دي٫ مونږ له د قوي سيمه ايزې مرستې د لارې بشپړه منطقه عظيم تر جوړول دي٬ په دې لړ كښ?? مونږ د اي سي او غوندې ادارې ته د ودې وركولو نه علاوه په منطقه كښ?? شريك تجارت٬ رابطه كارۍ او د شريكې بېنكارۍ نظام جوړولو ته پاملرنه ??ول پكار ده ۔ ده ووئيل مونږ له به په ټرانزټ فريم ورك اېګريمنټ ( ټي اېف اے) بشپړه عملدرآمد باوري كول وي۔ ده ووئيل پاكستان عمر له په افغانستان كښ?? د امن خواهشمند پاتي دے او څومره چې امن لپاره هلې ځلې شوي د پاكستان پارلمان پكښې زياته برخه اخستې ??و ملاتړ ئې كړے د او د پاكستان پارلمان په دې لړ كښ?? د افغان پارلمان سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ ده ووئيل قا??ي اسمبلۍ په اكتوبر كال 2020 كښ?? د پاك افغان تجارتي او سرمايه کاري فورم كوربتوب كړے او د پاك افغان پارلماني دوستۍ ګروپ اېګزېكټو كمېټي ئې هم جوړه كړې دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت او اړيكې وده ومومي او په دې لړ كښ?? رامخې ته خنډان لرې كړې شي۔ ده ووئېل پاكستان عمرله په منطقه كښ?? د امن خوښي لرلې خو منطقه كښ?? د پوخ امن انحصار د كشمير مسئلې په پرامن حل كښ?? دے ۔ ده ووئيل پاكستان به د كشميريانو سياسي٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل مونږ د كشمير كشالې سوله ايز حل لپاره د اي سي او غړو هېوادونو د پرله پسې ملاتړ مننه ??وٶ۔ ده ووئيل مونږ خپل مشتركه پرمختګ لپاره امن ته د ودې وركولو لوظ كوٶ ٬ ځكه مونږ له فلسطين كښ?? د خپلو وروڼو او خوېندو تكليفونه او اذيتونه ??ظر انداز كول نه دي پكار۔ اسپيكر اسد قېصر وو