اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر وئيلي دي پيکو کنفرنس به د غړو هېوادونو ترمېنځه شريكې مرستې او همكارۍ لپاره د نوو لارو لټولو له مرستياله وګرځي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ پ??كو كنفرنس كښې ګډون لپاره راغلي د تا??کس??ان ايوان نمائندګان سپيکر زوکر ذوده محمد طاهر په ملاقات كښې كړي ۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬ په پ??كو كنفرنس كښې په فعاله كردار او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔۔ سپيكر ووئيل دواړه هېوادونه د كلتور٬ تاريخ او ورورلۍ په لازواله رشتو تړلي شوي ۔ ده ووئيل پاکستان كښې د پيکو کنفرنس تابيا به د غړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې زياتولو لپاره مهم پېشرفت ثابت شي۔ ده ووئيل په فلسطين او كشمير كښې په اولس كېدونكې ظلمونه د افسوس او غندنې وړ دي٬ پاکستان به د کشميريانو او فلسطينيانو سفارتي او اخلاتي ملاتړ جاري ساتي۔ د تا??کس??ان سپيکر ووئيل د پارلماني پلاوي په تود هركلي د پاكستاني اولس او پارلمان مننه كوٶ٬ پاکستان او تا??کس??ان ترمېنځه دوه اړخيزه اړ??كو او سيمه ايزې مرستې ته وده وركولو ته صلاح شوي ۔ تاجك سپيکر ووئيل د منطقې هېوادونو كښې د شريكې مرستې موقعې لټول د منطقې پرمختګ او سوكالۍ لپاره ضرورې دي٬ د کشمير او فلسطين په كشالو د پ??كو هېوادونو ترمېنځه مشتركه لائحه د وخت مهم ضرورت دے او د دواړو هېوادونو د پارلماني فرېنډشپ ګروپ لا فعاله كولو ته اړتيا ده ۔