اسلام آباد30جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود ??رېشي وئيلي دي د هند پشمول ټولو ګاٶنډيانو هېوادونو سره ښې اړيكې غواړو٬ په کشمير زمونږ موقف ډاګيز دے٬ بايد د كشمير كشاله د كشميري اولس د هيلو له مخې هواره كړې شي٬ د هند په پاكستان ?? ډرونز تور بې بنسټه دے۔ د شورو په ورځ د افغان ??من عمل ، سيمه ايزې سلامتيا او د فېټف پحقله خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل د نړۍ په وړاندې د پاكستان ??و د هند سوچ ښكاره شوے ٬ په افغانستان كښې زمونږ د روغې جوړې كردار سره په نړۍ واضحه شوې چې پاكستان ??من غواړي٬ مونږ د هند پشمول ټولو ګاٶنډيانو هېوادونو سره ښې اړيكې غواړو۔ خارجه وزير ووئيل په مقبوضه كشمير كښې چې دا مهال كوم كړكېچن صورتحال دے دا د هندي سركار پېداوار دے ٬ پاكستان له په دې صورتحال كښې د ښكېل كېدو هېڅ ضرورت نشته٬ ھغه ??شميري مشران چې په ما??ي كښې د ډلي سركار برخه وٶ ھغوي هم د دغې اقداماتو په سبب ترې مر??ر دي۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران ??ان ??و د تحريك انصاف د حكومت دا ښكاره پاليسي ده چې مونږ به په كورنيو معاملو كښې مداخلت نه كوٶ٬ تر كومې چې د سفارتي محاذ تعلق دے نو په كشمير زمونږ موقف پرون هم واضحه ٶ او نن هم دے، مونږ دا وئيل چې د كشمير كشاله د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميريانو د هيلو له مخې هوارول پكار ده۔ شاہ محمود ??رېشي د افغانستان پحقله ووئيل مونږ په افغانستان كښې امن او استحكام غواړو٬مونږ يوازې د روغې جوړې كردار لوبولے شو٬ پاکستان وي يا امريکا، چين وي٬ روسيه يا نور هېوادونه دا ټول سهولت كاري كولې شي، د افغانستان ?? سباٶن پرېكړه پخپله افغانانو له كول دي۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود ??رېشي ووئېل خپل تحفظ لپاره چې مونږ له كوم اقدامات كول وي ھغه به ضرور كوٶ۔ وفاقي وزير شاہ محمود ??رېشي ووئيل د فېټف تقاضا وه چې د مني لانډرنګ لاره ونيولې شي٬ وزيراعظم عمران ??ان ?? مني لانډرنګ مخنيوے او خاتمه غواړي، زمونږ خو موقف هم دا ٶ چې ځينې عناصر مني لانډرنګ كوي او د هېواد دولت بهر لېږي ۔ خارجه وزير ووئيل فېفټ پخپله اعتراف كوي چې پاكستان 26 نكات په بشپړه ټوګه عملي كړي٬ فېټف ټيکنيکل فورم دے سياسي فورم نه دے٬ هند دا ټېكنيكل فورم سياسي مقاصدو لپاره كاروي۔ده ووئېل په 26نکاتو د عمل كولو نه پس پاكستان په ګرے لسټ كښې ساتل مناسب نه دي۔ ده ووئيل پاکستان ?? اوږدې مودې راهسې وئيل چې هند دې په غېر قانوني مقبوضه جمو و كشمير كښې د جاري بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو څخه منع كړے شي،مونږ د كوچنيانو٬ په مېرمنو د تشدد او د پېلټ ګنز د استعمال عكسونه نړۍ ته وړاندې كړي، زه خوشحاله شوے يم چې دا هر څه په انټرنېشنل فوكس كښې راغلي او نن د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر وائي چې د پېلټ ګنز كارول دې بند كړے شي۔ ده ووئېل د هېواد سلامتيا پحقله خارجه وزير ووئيل ځيني كورني او بهرني قوتونه د پاكستان ??من كښې خلل اچول غواړي، ھغوي غواړي چې د پاكستان ??وجه تقسيم وي٬ پاكستان هېڅكله كومه جارحانه اراده لرلې او نه لري۔ خارجه وزير ووئيل د هند په پاكستان ?? ډرون تور بې بنسټه دے۔ ده ووئيل دې ته به كنته كول وي چې ھغوي تورونه ولېلګوي ؟ دا مهال هند كښې معاشي حالت زيات خراب شوے،کشميريان ?? دوي د يو اړخيزه اقداماتو په سبب مر??ر دي۔ مخدوم شاہ محمود ??رېشي ووئيل هند كښې چې كله ټاكنې نزدې وي نو دا ډول كومه ډرامه كوي دغسې چې نېشنل ازم ته هوا وركړې شي۔