اسلام آباد۔30جون(اے پی پی) د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه د سندھ نه پس پنجابكښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس د لاسه 27 كسان مړه شوي كومو كښې چې 13 په وېنټيلېټرز وؤ۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر لخوا د شورؤ په ورځ د جاري كړو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د 979 كسانو د کووډ۔ 19 ټېسټ مثبت راغلے او د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس ټول 42 زره 62 ټېسټونه وكړے شول۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د دې وائرس نه 9 لکه 3 زره 484 كسان ښه شوي۔ بلوچستان او ??لګت بلتستان كښې د كورونا كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كووډ – 19 لپاره په ب??لو كړو وېنټي لېټرز 249 رنځوران پراته دي۔ د اېكټو ??ېس??نو شمېره 31 زره 606 او د ځپلو 9 لکه 57 زره 371 ده۔ تر دې دمه هېواد كښې د دې وائرس د لاسه په مجموعي توګه 22 زره 281 كسان مړه شوي۔ بلخوا په مجموعي توګه د كورونا 1 کروړ 45 لکه 44زره 85 ټېسټونه شوي ۔دغسې د كووډ-19 درملنو له ب??لو كړو639 روغتونونو كښې 2 زره 132 رنځورانو داخل دي۔