اسلام آباد۔2جولائی(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي نړیواله ټولنه دې د اسلاموفوبیا مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي او د کرکجنې بيانېې دې مخه اونیسي ځکه چې دی سره په ټولنه کې عدم برداشت او کرکه زياتېږي۔ مقبوضه كشمير كښې په مسلمان??نو روان ظلمونه بايد په نړيواله كچه په فعاله توګه څرګند او نړۍ ته د هند حقيقي څېره وښودلې شي۔ هغه دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو كښی د پاکستان دائمي استازي منیر اکرم سره د خبرو په مهال وکړې چا چې صدر سره د جمعې په ورځ ايو??ن صدر كښې ملاقات كولو۔ صدر د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان لوبولي كردار په نړيواله كچه د رامخې ته كولو په حاجت زور راوړو۔ هغه ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان بلها قربانۍ وركړي۔ مونږ د 70 زره نه د زياتو ځانونو قربان?? سره د 150 بلينه ډالرو معاشي زيان هم زغملے ۔ صدر ووئيل نړۍ بايد د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان كردار اومني ځكه چې پاكستان د دومره قربانيو وركولو نه پس ترهګرۍ ته په كامياب?? سره ماتې وركړې۔ پاكستان له به دا كاميابۍ نړۍ ته په سمه توګه وړاندې كول وي۔ صدر د كووډ 19 د لاسه پرمختګ كوؤنكو هېوادونو ته د پېښو معاشي ٬ مالي او روغتيا په اړه په پېښو چېلنجونو هم رڼا واچوله۔ هغه ووئيل په داسې صورتحال كښی د وزيراعظم عمران خان لخوا د وسائلو كمي سره مخ هېوادونو له قرضونو كښی د رعايت په اړه غوښتنه په وخت پورته كړے شوے ګام ؤ۔ صدر په دې خبره زور راوړو چې موسمياتي بد??ون يو لوئې چېلنج دے او پاكستان د 10 بلين ټري سونامي پروجېكټ له مخې اونې نالولو له فعاله ګامونه پورته كوي دغسې چې د موسمياتي بد??ونونو اغېز كمولو له مرسته ترلاسه شي۔ صدر ووئيل نړۍ اوس د پاكستان دريځ منلے دے چې د افغانستان شخړه يوازې په سياسي توګه حل كېدې شي او پاكستان په دې لړ كښې افغان امن عمل كښې د سهولت كار په توګه ځانګړے كردار ترسره كړے ۔ صدر ملګرو ملتونو كښې د پاكستان په دائمي استازي زور راوړ چې هغه سفارتكارو سره د ملاقاتونو په مهال د مقبوضه كشمير په اندېښمن صورتحال غږ پورته كړي او د پاكستان كاميابۍ په ډاګه كړي۔ هغه په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې نړۍ هند كښې د يورېنيم غېر قانوني تجارت په بابله خاموشي اختيار كړې ۔ صدر د كشمير مسئلې او مقبوضه كشمير كښې د مسلمان??نو په ضد روان هندي ظلمونه په ډاګه كولو سره ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي د كردار ستائنه وكړه