اسلام آباد 09 جولائي(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې مريم نواز او بلاول بھټو په سياسي توګه طفل مکتب دي٬ دوي د كشمير د آزادۍ د هلو ځلو د تاريخ نه هېڅ خبر نه دي، د دوي والدين د پاكستان د اربونو دولت لوټ كولو سره په مقدمو كښې ككړ او مفرور دي، دوي د ھغوي كمې پورا كوي٬ د دوي د سياست هېڅ نظريه نشته او نه څه مقصد، د دوي د تقريرونو نه هم څه پته نه لګي چې دوي څه وئيل غواړي؟۔ د جمعې په ورځ د بلاول بھټو او مريم نواز په تقريرونو د غبرګون څرګندونې سره وفاقي وزير وو??يل 30 ٬ 30 كاله حكومت كوٶنكو ته نه ده معلومه چې د دوي پاليسي څه ده او دوي څه غواړي؟ دوي خپل دور حكومت كښې خو د کلبھوشن نامه اخستو نه هم وېرېدل، دوي به څه پاليسي وچلوي۔ چوهدري فواد حسېن وو??يل وزيراعظم عمران خان د کشمير سفير دې، نن مودي ته دې لپاره قوي ځواب وركولې كېږي چې دلته د عمران خان ح??ومت دے، وزيراعظم عمران خان د کشمير په مسئله نړيواله خاموشي ماته كړې٬ په او آئي سي ٬ سلامتي كونسل او ګرده نړۍ كښې ئي د كشمير غږ پورته كړې۔ ده وو??يل د چا پېسه او دولت چې بهر هېواد كښې وي ھغوي به څنګه د پاكستان د نظريې حفاظت كوي۔ ده وو??يل آزاد جمو و کشمير كښې دواړو پارټو لس كاله حكومت كړې خو كاركردګي ئې د نشت برابر ده٬ ښه به دا وې چې په جلسو كښې ئې خپله كاركردګي ښودلې٬ چا چې د سياسي پېغورونو محفل تود كړې۔ ده وو??يل د كشمير مات ګډ سړكونه٬ د صحت او تعليم سهولوتونو نشتوالې د نون ليګ او پيپلز پارټۍ ?? خاموشۍ نه كشميريان خبر دي٬ د كشمير ??ول?? ته دهوكه نشي وكړې كېدې۔(