اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) قومي اسمبلۍ بزګ كشميرې حريت لارښود سيد علي ګېلاني د كشمير د آزادې ?? هڅو عظيم سالار ګرځولو سره د هغه په مړينه خواشيني ښودلې او خپل ټول ژوند د مقبوضه كشميړ مظلوم اولس لپاره په وقف كولو او د هندي ظلمونو او جبر په مړانه م??ابله كولو ئې هغه ته پېرزوينې وړاندې كړې دي. د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښ?? د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان متفقه قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل چې د پاكستاني اولس دا نمائنده ايوا?? د ??شمير د آزادې ?? هڅو د عظيم سالار سيد علي ګېلاني په مړينه د غمرازې څرګندونه كوي. د 92 كلونو په عمر كښې ??غه د هند په بند كښې ??ه حق ورسېدو. الله تعالٰی دې هغه وبخښي او د هغه درجې دې لوړې كړي. ده ووئيل چې مونږ د ده هڅو ته سلام وړاندې كوو، هغه د كشمير د آزادې ?? تحريك روح روان و. هغه خپل ټول ژوند د آزادې هڅو لپاره وقف كړے و. ده ټول عمر د مقبوضه كشمير مظلوم اولس لپاره په هڅو كښ?? تېر كړو او د هندي ظلم او ستم ئې مقابله وكړه. ټول قوم د سيد علي ګېلاني بهادرې او د آزادې هڅو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوي. ده ووئيل چې دا ايوا?? د ??ند لخوا د سيد علي ګېلاني جسد د كورنۍ څخه تښتولو او په اسلامي طريقه سره د هغه د تدفين نه كولو په سختو ټكو كښ?? غندنه كوي او د نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه كوي چې هغه دې هند د داسې چالونو نه م??ع كړي او د مقبوضه كشمير مظلوم اولس ته دې ?? دوي د خپلواكۍ حق وركولو لپاره خپل كردار ترسره كړي. په قرارداد كښې ??ئيلي شوي دي چې د سيد علي ګېلاني دا نعره چې ” مونږ پاكستانيان يو او پاكستان زمونږ دے” د آزادې ?? هڅو نعره جوړه شوې ، په دې مونږ هغه د عقيدت سلام وړاندې كوو. قومي اسمبلۍ په اتفاق سره د قرارداد منظوري وركړه